Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

ترکیه کې له اوکراینه د غَلو د صادراتو پیل په تړاو غونډه کېږي

د روسیې او اوکراین پوځي پلاوي نن د ملګرو ملتونو له چارواکو سره د لیدنې لپاره د ترکیې په استانبول کې راټولېږي.


دا لیدنه د هغو هڅو یوه برخه ده، چې د غَلې د صادارتو په برخه کې د رامنځته شوي په ټپه ولاړ حالت د ماتولو لپاره کېږي.


د غَلو په صادراتو کې راغلي خنډونه په نړۍ کې د خوراکي موادو د بیو د لوړوالي سبب شوي دي.


دا له مخکې پلان شوې څلور ورځنۍ ناسته په داسې حال کې جوړېږي، چې پر اوکراین د روسیې د تېري په پایله کې روسیې د تور سمندرګي سره د اوکراین بندرونه نیولي دي.


مخکې تر دې له دې بندرونو څخه د اوکراین د غنمو د صادراتو لپاره کار اخیستل کېده.


په داسې حال کې، چې له اوکراین څخه د غلو د صادراتو ځنډېدو په ډېرو پرمختللو هېوادونو کې د خوراکي موادو بیې لوړې کړي او ستونزې یې زیاتې کړې دي، خو په بې وزلو هېوادونو له دې ډلې افریقايي هېوادونو کې د خوراکي موادو د شدید کمي او لوږې د رامنځته کېدو سبب شوي.


اوکراین په نړۍ کې د غنمو، وربشو او جوارو لوی صادرونکی هېواد دی.


دا هېواد د نړۍ په بازارونو کې د لمرګلي د غوړیو نژدې نیمايي برخه هم جوړوي.


په اوکراین او لویدیځ کې ډ‌ېر پر روسیې تور پورې کوي، چې د اوکراین په اشغال شویو سیمو کې له کروندګرو غَله پټوي او د صادرولو هڅه یې کوي.


ډیپلوماټانو ویلي، په دې اړه په یوه طرحه بحث شوی دی او دا چې روسیه باید د اوکراین له بندرونو د غَلو د جوپو د انتقال پر مهال له اوربند سره سلا وکړي.


په دې طرحه کې همدارنګه راغلي، چې ترکیه او ملګري ملتونه به د غَلو بار بېړۍ تالاشي کوي، څو د وسلو د قاچاق په اړه د روسیې اندېښنې لرې شي.




د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونیو ګوتیریش د سه شنبې په ورځ هڅه وکړه، چې د استانبول له دې خبرو تمې راکمې کړي.


نوموړي خبریالانو ته وویل، دوی سخت هاندو هڅې کوي خو لا ډېر کار پاتی دی.


د ترکیې د دفاع وزیر حلوسي اکار ویلي، خبرې به د اوکراین له بندرونو څخه نړیوالو بازارونو ته د غَلو پر خوندي انتقال متمرکزې وي.


سربېره پر دې چې ترکیه د ناټو غړیتوب لري، خو انقرې له کرملین سره ښې اړیکې ساتلي دي.


ترکیې ویلي دي، چې دوه سوه سوداګریزې بېړۍ یې په تور سمندرګي کې تم دي چې سملاسي په کې د اوکراین غَله بارېدلی او نړیوالو بازارونو ته خوځېدلی شي.


اوکراین اټکل کوي، چې دا مهال یې په بندرونو کې ۲۵ میلونه ټنه غَله د انتقال اجازه نه لري.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus