Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د سره صلیب نړیواله کمېټه: د افغانستان نیمايي وګړي بشري ناورین سره مخ دي

د سره صلیب نړیواله کمېټه وايي، نړۍ ‌باید افغانستان له یاده ونه باسي، ځکه د دې سازمان له قوله چې د دې هېواد له نیمايي زیات وګړي له لوی بشري ناورین سره مخ دي او بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.


بهناز رسولي چې دوه کاله وړاندې یې په خپل شخصي لګښت په هرات کې د جامو ګنډلو کارخونه جوړه کړې وه وايي، د طالبانو له راتګ وروسته یې ټول کار روزګار وپاشل شو.


هغې په خپله کارخونه کې د تولید شویو کالیو د پلور لپاره دوه هټۍ هم جوړې کړې وې.


خو اوس وايي، داسې مهال چې تازه یې کار روزګار ښه شوی و، طالبانو هرات ونیوه او د دې ټولې هیلې په اوبو لاهو شوې.


بهناز ازادي راډیو ته وویل، په خپل کوچني تجارت یې ۶ سوه زره افغانۍ پانګونه کړې وه، خو د طالبانو په واکمنېدو سره مجبوره شوه چې خپلې هټۍ چې ښځو په کې کالي پلورل، بندې کړي او دې کار یې کارخونه له پرمختګ پاتې کړه.


نوموړې، چې اوس‌ کډواله ده وايي، له شپږ سوه زره پانګې ورته یوازې ۱۵۰ زره افغانۍ په لاس ورغلې.


هغه زیاتوي: "له بده مرغه، د طالبانو له راتګ وروسته مې لومړی مغازه راټوله کړه، ځکه وېرېدم چې پلورونکي یې ښځې دي، هسې نه کوم زیان ورته و نه رسېږي. تر خوا یې د ښځو انګېزه هم کمه شوې وه، یو شمېر یې کډوالې شوې او زه هم اجباري کډوالۍ ته مجبوره شوم. بخت راسره یارې و نه کړه او کارخونه مې وتړله."


په وروستیو کلونو کې د بهناز په څېر ډېرو خلکو په بېلابېلو برخو کې پانګه‌ونې کړې وې او د ځان په ګډون یې یو شمېر نورو ته هم د کار زمینه برابره کړې وه.


خو د طالبانو په راتګ او په افغانستان د بهرنیو د مرستو د بندېدو ترخوا، لسګونه شرکتونه او نور وتړل شول چې له امله لسګونه زره کسان بې‌روزګاره او ولږه او بې‌وزلي زیاته شوه.


تر دې چې اوس‌مهال افغانستان د بشري ناورین تر ټولو بد وضعیت سره مخ دی.




تازه د سره صلیب نړیوالې کمېټې ویلي، نړۍ ‌باید افغانستان له یاده ونه باسي، ځکه د دې سازمان له قوله چې د دې هېواد له نیمايي زیات وګړي له لوی بشري ناورین سره مخ دي او بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.


دې کمېټې په خپله ټویټرپاڼه لیکلي، په افغانستان کې سړي، ښځې او ماشومان د مرستو د اخیستو لپاره د سړک پر غاړه په کتارونو کې درېږي.


په وروستیو کې د افغانستان په ختیځ او شمال ختیځو ولایتونو کې طبیعي پېښو هم زرګونه کسان بې‌کوره کړل او په دې هېواد کې یې بشري بحران لا ژور کړ.


ملګرو ملتونو وړاندې ویلي و، په افغانستان کې نږدې ۲۰ میلیونه وګړي د خوړو له کمي سره مخ دي او له دې شمېر ۶،۸ میلیونه له سختې ولږي سره مخ دي.


په ورته وخت کې د خوړو نړیوال سازمان د چنګاښ میاشتې په لومړیو کې ویلي و، د ۲۰۲۲ میلادي له پیل راهیسې یې په افغانستان کې ۱۸ میلیونه افغانانو ته د خوراکي توکو مرستې رسولي دي.


د خوړو د نړیوال سازمان د معلوماتو پر بنسټ، په ۲۰۲۲ په افغانستان کې د ۲۳ میلیونه انسانانو سره د مرستو لپاره ۱،۴ میلیارده ډالرو مرستې ته اړتیا ده.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus