Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د افغانستان پر وضعيت د نړيوالو ورځپاڼو تبصرې

ګارډين ورځپاڼه:


ګارډین ورځپاڼې د هغو افغانانو ژوند ته پام کړی چې په افغانستان کې یې له استرالیايي ځواکونو سره کار کړی دی.


د ورځپاڼې په لیکنه هغو اسټرالویانو چې په خپله خوښه غوښتل چې افغانان په خوندي توګه استرالیا ته ولیږدول شي، د خپل حکومت له کړنو څخه ناهیلي شوي دي.


د ګارډین په لیکنه، د علي کورک Ali Corke په نوم یوه استرالیايي سړي تېر سپټمبر د عباس په نوم د یوه افغان سرتېري لپاره چې اوس په ایران کې اوسېږي، د ویزې غوښتنه کړې وه، خو تر اوسه یې د اسټرالیا د حکومت له لوري کوم ځواب نه دی ترلاسه کړی.


له افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو له وتلو نږدې یو کال تېرېږي خو بیا هم هغه کسان د اسټرالیايي ځواکونو ترڅنګ جنګېدل اوس په وېره کې ژوند کوي.


له دغو سرتېرو څخه یوه یې ګارډین ته ویلي، چې دوی د نړیوالو ځواکونو ترڅنګ د جګړې په ډګر کې جنګېدلي او په داسې حال کې چې دوی ته وروڼه ویل کېدل، اوس یوازې او هېر شوي دي.


ورځپاڼې وړاندې لیکلي، چې له یو شمېر پخوانیو افغان سرتېرو سره چې د طالبانو له خوا نیول شوي یا محاکمه شوي، خبرې کړي او دا مقاله یې خپره کړې ده.


فارن افیئرز خپرونه:


فارن افیئرز خپرونې له هند سره د طالبانو پر اړیکو تمرکز کړی دی.


د خپرونې په لیکنه، له تېر دوبي راهیسې چې طالبان یو ځل بیا په افغانستان کې واک ته ورسېدل، هېڅ هېواد د دوی حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.


د دې ترڅنګ ویل شوي چې د هند د ملي امنیت سلاکار اجیت دووال په تاجکستان کې د می میاشتې په غونډه کې له افغانستان سره د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې د مرستې غوښتنه کړې وه.


بیا د جون په دویمه د هند یوه لوړ پوړي پلاوي کابل ته سفر وکړ او له طالب چارواکو سره یې وکتل، بالاخره د جون په ۲۳ مه هند په افغانستان کې خپل دیپلوماتیک ماموریت بیا پرانیست.


دغه راز ویل شوي، چې هند د دې وړتیا لري، چې د طالبانو حکومت له ډیپلوماټیک انزوا څخه لیرې کړي او له افغانستان سره اقتصادي مرستو ته لاره پرانیزي.


هند د افغانستان د پخواني حکومت له لومړی درجه متحدینو څخه و، خو اوس د فارین افئرز په لیکنه غواړي له طالبانو سره اړیکې ټینګول غواړي.


دې‌خوا ته بیا طالبان له پاکستان سره چې د هند د اوږدې مودې سرسخته سیال دی، نږدې اړیکې لري.


د خپرونې په لیکنه، د طالبانو د حکومت او هند تر منځ هر ډول روغه جوړه به د پاکستان مخالفت راپاروي، ځکه چې د دغو دواړو لورو نږدې اړېکې ښايي هغه څه نه وي چې اسلام اباد یې تمه لري.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus