Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

نغمه افغان هنرمندانو ته: له افغانستانه د وتلو سندرغاړو لاسنیوی وکړئ

خیبرپښتونخوا  ته تللي افغان سندرغاړي او موسیقي غږونکي له بېلابېلو ستونزو سره مخ دي.


حیات روغاني په خیبرپښتونخوا کې د افغان سندرغاړو او موسیقي غږونکو په اړه خبرې کوي.


نوموړی، لیکوال او په پېښور کې د مفکوره په نوم د څېړنیز پراختیايي مرکز بنسټ غړی دی.


روغاني وايي، کوم سندرغاړي او موسیقي غږونکي، چې پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته خیبرپښتونخوا ته تللي دي، شمېر یې ۱۵۶ تنو ته رسېږي او له بېلابېلو ستونزو سره مخ دي.


هغه وویل: "په پېښور کې د هنري ټولنې له خوا ۱۵۶ کسان ثبت شوي دي، دوی یو شمېر ستونزې لري، دوی چې په کوم اضطراري حالت کې راوتلي وو، ویزه نه ده ورکړل شوې، له دې امله یې پولیس هم ځوروي. د استوګني په ځای موندلو کې هم ورته ستونزې دي. دوی روغتون ته او ماشومانو ته د تګ ستونزې هم لري."




د روغاني په خبره، دا افغان سندرغاړي او موسیقي غږونکي د لاسنیوي وړ دي.


هڅه مو وکړه، خیبرپښتونخوا ته له تللو افغان سندرغاړو او موسیقي غږونکو سره هم خبرې وکړو، خو څوک راسره ونه غږېدل.


په دې وروستیو کې، په پرتګال کې د موسیقۍ د ملي انسټیټیوټ یو شمېر زده کوونکو هم ازادي راډيو سره په خبرو کې له بېلابېلو ستونزو شکایت کړی وو.




په ورته وخت کې، افغان پېژندل شوې سندرغاړې ښاپېرۍ نغمه له هغو هنرمندانو چې په بهر کې اوسېږي او ژوند یې ښه دی، نویو کډوالو شویو سندرغاړو او موسیقي غږونکو ته د مرستې غوښتنه کوي.




هغه وايي: "په اوسنیو شرایطو کې ورنه زما هیله دا ده، چې کوم هنرمندان چې اوس له افغانستان وتي د هغوی لاسنیوی وکړي او له هغوی سره مرسته وکړي."


د یادونې ده، چې پر افغانستان د طالبانو له بیاځلي واکمنېدو وروسته په ډېر شمېر سندرغاړي او موسیقي غږونکي له افغانستان ووتل، خو ډېری لا هم په هېواد کې له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.


طالبانو په افغانستان کې په رسنیو، ودونو او ان موټرونو کې د موسیقۍ په غږولو بندیز لګولی دی.


یو شمېر ویدیوګاني هم په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوې، چې په کې لیدل کېدل یو شمېر وسله وال د موسیقۍ الې ماتوي او اور ور اچوي، خو د دې ویډیوګانو د ثبت نېټې نه وې مشخصې شوې.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus