Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د لوی اختر دويمه ورځ؛ افغانستان او نړۍ کې د توکو او مالونو بيې لوړې شوي

پر اوکراین د روسیې له یرغل سره سم، د افغانستان په ګډون په ګڼو هېوادونو کې د قربانیو لپاره څارویو بیې لوړې شوې دي.


په افغانستان کې ګڼو کسانو ویلي چې د ګرانیو له کبله نه دي توانېدلي قرباني یا اختری وکړي.


د افغانستان په ګډون د نړۍ په اکثرو اسلامي هېوادونو کې پرون د لوی اختر لومړۍ ورځ وه، چې خلکو په کې قرباني یا اختری هم وکړ.


له کینیا رانیولې تر روسیې او مصر پورې مسلمانانو اوږه پر اوږه د لوی اختر لمونځ وکړ او دعا یې وکړه.


د اسوشېټېډ پرېس اژانس په حواله، سږنی اختر په زیاتو هېوادونو کې د دې لپاره کمرنګه و، چې پر اوکراین د روسیې د یرغل له کبله د خوراکي او نورو موادو بیې لوړې شوې دي.


د لوی کندهار ولسي بنسټ مشر بصیر عطا چې له ولسي کړیو سره په ارتباط کې دی، وايي سږنی اختر په افغانستان کې ځکه کمرنګه و، چې ګڼو کسانو اقتصادي ستونزې درلودې.


نوموړی وايي: "۴۱لکه او ۸۳زره کسانو د بېلابېلو موسسو او ۲۳ وزارتونو یا نورو انجوګانو له لارې معاش ترلاسه کاوه، چې له دې لارې دغو ۴۰ ملیونه انسانانو په مستقیم یا غیرمستقیم ډول مالي ګټه اخیستله. له بده مرغه د هغه حکومت له سقوط سره هغه ټولې مالي منابع پر افغانستان بندې شوي، ځکه نو سږ کال په افغانستان کې اختر کمرنګه شوی، په دې چې افغانان له اقتصادي ستونزو سره لاس و ګرېوان دي."




په افغانستان او ځینو نورو هېوادونو کې مسلمانانو ویلي، چې د څارویو رانیولو وس یې نه درلود، ځکه نو ځینې یې ونه توانېدل قرباني وکړي.


وروسته له هغې چې طالبانو د ۲۰۲۱م کال په اګست میاشت کې پر افغانستان ولکه ټینګه کړه، بېوزلي، وزګارتیا او نورې ستونزې پراخې شوې دي.


د غنمو، غوښو او نورو ضروري موادو بیې هم څو برابره لوړې شوي، چې زیات کسان یې د رانیولو وس نه‌لري.


د څارویو یوه پلورونکي محمد قاسم اسوشېټېډ پریس اژانس ته ویلي تېر کال یې له ۴۰ تر ۵۰ پورې څاروي د لوی اختر په ورځو خرڅ کړي وو، خو سږکال یې یوازې دوې بزې پلورلي دي.


د لیبیا د پلازمېنې طرابلس وضعیت هم تر افغانستان بهتره نه دی، ځکه اوسېدونکي یې د کرونا تر دوه کلنې وبا او له تاوتریخوالي ډکو شخړو وروسته سږکال اختر داسې مهال لمانځي چې د یوه پسه بیه ۲۱۰۰ ډالرو ته رسېږي.


سعودي عربستان سږ کال د حج پر مهال د کرونا وایروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره یو لړ محدودیتونه لګولي دي، چې د حج کوونکو شمېر کم شوی او ور روان کسان اړ وو چې د کرونا ضد واکسین کړی وي.


د اسوشېټېډ پریس اژانس د راپور له مخې، بیا هم د حج د سږکال مراسم عادي حالت ته راګرځېدلي، چې په سپېڅلو ځایونو کې د زیارت کوونکو ګڼه ګوڼه ښکارېدله او په زیاتو ساحو کې خلکو ماسکونه هم نه دي کارولي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus