Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د 'غير ناټو عمده متحد' له لېسته د افغانستان ليرې کېدل او د ملا عمر پر ښخ شوي موټر نړيوالې تبصرې

هېل ورځپاڼه:


له امریکا خپرېدونکې هېل ورځپاڼې د جوبایډن پر هغې هڅې یوه لیکنه خپره کړې چې غواړي افغانستان د (غیرناټو عمده متحد) له لېسته لرې کړي.


تېره ورځ ګڼو امریکایي ورځپاڼو وویل چې بایډن د استازو جرګې مشرې نانسي پلوسي ته په یوه لیک کې دا اعلان کړی دی.


هېل ورځپاڼې لیکلي، امریکا ۲۰۱۲ کال کې افغانستان د غیر ناټو عمده متحد په ډله کې شامل کړ، دا هغه وخت و چې افغانستان کې د ناټو د پوځي حضور شاوخوا لس کاله وتلي وو.


د ورځپاڼې په لیکنه، دغه حیثیت افغانستان ته دا زمینه برابره کړې وه چې د ناټو له غړو پوځي مرسته ترلاسه کړي او خپل ځواکونه و روزی.


لیکنه کې دا نه‌دي ویل شوي چې له افغانستانه د دې حیثیت اخیستو لامل څه دی، خو لیکوال له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د را ایستو په برخه کې د جو بایډن پر تګلارې یو ځل بیا نیوکه کړې ده.


هېل لیکلي، بایډن باید د امریکا د قانون جوړونکو د سپارښتنو سره سم تر هغو خپل سرتېري افغانستان کې ساتلي وی چې خپل ټول کارکوونکي یې را بهر کړي وای.


خو بایډن بیا له دې وړاندې له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو ننګه کړې او ادارې یې ویلي، دوی د تخلیې عملیاتو پر مهال ۱۲۳ زره کسان له افغانستانه و ایستل چې شپږ زره امریکایي اتباع هم په کې شامل وو.


پرون طالبانو هم د امریکا د ولسمشر نوي دریځ ته غبرګون وښود او یوه ویاند یې قاري یوسف احمدي پر ټویټر ولیکل: "موږ کومه اندېښنه نه‌لرو نو موږ هم داغواړو ځکه دا شل کاله افغانان ددې عنوان له کبله وځورېدل، موږ نه‌غواړو د داسي عنوان تر چتر لاندې د نورو د تهدید سبب وګرځو".


ډيجيټل ژورنال:


ډیجیټل ژورنال د طالبانو د بنسټ ایښودونکي ملا محمد عمر د هغه موټر په اړه لیکنه کړې چې څه باندې شل کاله وروسته له خاورو را ایستل شوی دی.


مطلب کې د طالبانو د ځایي چارواکو په حواله چې فرانسپرس اژانس سره یې خبرې کړي راغلي، دغه ټویوټا کورولا موټر د زابل ولایت د یوه بڼ دننه خښ شوی و.


مطلب کې راغلي، دغه موټر هغه مهال چې ملا محمد عمر د امریکایي ځواکونو له بریدونو ځان پټاوه د طالبانو د همغه مهال د یوه چارواکي عبدالجبار عمري له خوا خښ شوی و او اوس خپله ښاغلي عمري د موټر د بېرته را ایستو هوډ وکړ.


مطلب کې راغلي، د دغه موټر مخه یو څه خرابه شوې، خو نوره باډۍ یې په ښه وضعیت کې پاتې ده.


طالبانو رسنیو ته ویلي، دوی غواړي چې دغه موټر د پلازمېنې کابل په ملي موزیم کې د یوه تاریخي میراث په توګه نندارې ته کښېږدي.


ملا عمر په کندهار کې د طالبانو تحریک رامنځته او بیا یې پنځه کاله د طالبانو لومړنۍ واکمني رهبري کړه.


هغه په ۲۰۱۳ کال کې ومړ، خو د افغانستان پخوانیو استخباراتي سرچینو ویلي و چې د مرګ خبره یې کلونه کلونه پټه ساتل شوې وو.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus