Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

افغانستان کې سېلابونه؛ بېلابېلو ولايتونو کې لسګونه کسان مړه او تري تم شوي دي

د سېلونو له کبله د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې لسګونه کسان مړه شوي او ګڼ نور بې درکه شوي دي.


د وروستیو ورځو سېلونو، چې له سختو ورښتونو او په ځینو سیمو کې له توپانونو سره یوځای وو، زرګونه جریبه کرنیزه مځکه هم ویجاړه کړې ده.


ځايي چارواکي وايي، تر اوسه پورې لا د مرګ ژوبلو له کره شمېره خبر نه دي خو یوازې په زابل کې د ۲۰ تنو مړینه تایید شوې ده.


له دغو ولایتونو څخه د ترلاسه شویو راپورونو له مخې، د سېلونو او توفانونو له امله خلکو ته ډېر مالي تاوانونه هم اوښتي دي.


د زابل ولایت، چې سېل او توپان پکې د سر و مال تر ټولو زیات زیانونه پېښ کړي، د اطلاعاتو او کلتور ريیس رحمت الله حماد ازادي رادیو ته وویل: "د باران له کبله خلکو ته ډېر تلفات ور اوښتي دي، د هغوی د کښت مځکې او کورونه اوبو لاندې کړي دي. په دای چوپان ولسوالۍ کې د یوه مولوي صاحب د کور د نړېدو له کبله ۷ تنه شهیدان شوي دي."


ښاغلی حماد وايي د مرګ ژوبلو دقیق شمېر لا څرګند نه‌دی خو په لومړنیو راپورونو کې ویل شوي چې په دغه ولایت کې لږ تر لږه ۲۰ تنه مړه شوي دي.




د دغه ولایت په سیوري، شینکۍ، دای چوپان، شاه جوۍ او نورو والسوالیو کې یو شمېر کورونه نړېدلي، سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه ویجاړه شوې ده.


د زابل د چارواکو په وینا د توپان او سېل له کبله د خلکو د لمریزې انرژۍ زرګونه هیندارې هم ماتې شوې دي.


د طالبانو د حکومت له پېښو سره د مبارزې د وزارت وياند محمدنسیم حقاني وايي چې له ۴ ورځو راهیسې په ۱۴ ولایتونو کې شدید باران اوري او له کبله یې سېلونه جاري شوي دي.


د ښاغلي حقاني په وینا په لسو ولایتونو کې سېلونو د سرتاوانونه هم پېښ کړي دي.


په میدان ورد' ولایت کې د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او کلتور ريیس صفي الله راید وايي، چې په دغه ولایت کې د سر او مال تاوانونه پېښ شوي.


نوموړی وايي: "په میدان ورد' ولایت کې له څو ورځو راهیسې بارانونو د خلکو فصلونو او کښتونو ته ډېر زیانونه رسولي دي. د سېلونو له کبله د کوچیانو شپږ کورونه نړېدلي او یوه ماشومه پکې وژل شوې ده، په سید اباد، چک، دای میرداد، جغتو او مرکزي بهسود ولسوالیو کې درانه تلفات اوښتي او د خلکو کرنیز محصولات یې له منځه وړي دي."


ښاغلی راید وايي، د مرګ ژوبلو دقیق شمېر لا څرګند نه‌دی خو شاوخوا ۲ زره جریبه کرنیزه ځمکه ویجاړه شوې ده.


د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې په ننګرهار، نورستان، لغمان، لوګر، پکتیا، پکتیکا، خوست، غزني او زابل ولایتونو کې د ورښتونو او سېلونو اټکل کړی و.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus