Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د طالبانو د مشر اختريز پيغام: له امريکا او نړيوالې ټولنې سره ښې اړيکې غواړو

د لوی اختر په مناسبت د نوموړي خپاره شوي پيغام کې چې طالب ویاندویانو رسنیو ته لېږلی، هغه دا اړیکې د افغانستان او نړۍ په خیر بللي.


ملاهبت‌الله اخندزاده په افغانستان کې روان اقتصادي او ټولنیز وضعیت ته هم اشاره کړې، خو داسې مهال چې په عصري او دیني علومو یې ټینګار کړی، مګر له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو د پرانستو هیڅ یادونه یې نه‌ده کړې.


د طالبانو مشر ملاهبت‌الله اخندزاده وايي، د امریکا په ګډون له ټولې نړۍ سره ښې او پیاوړې ډیپلوماټیکي اړیکې غواړي.


هغه دا خبره د لوی اختر په مناسبت خپل پيغام کې کړې ده.


دا پيغام چې طالب ویاندویانو رسنیو ته لېږلی او یوه کاپي یې ازادي راډیو ته را رسېدلې په کې لیکل شوي، دوی "طالبان" د امریکا په ګډون له ټولې نړۍ سره د متقابل تعامل او تعهداتو په چوکاټ کې ښې او پياوړې دیپلوماټیکي، اقتصادي او سیاسي اړیکې غواړي او دا د ټولو جهتونو په خیر بولي.


دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ هغه په کابل کې د دیني عالمانو په غونډه کې چې طالبانو رابللې وه ویلي وه، نه غواړي د نړۍ فشارونو ته تسلیم شي او کوم تعامل ته غاړه کېږدي.




د ملاهبت‌الله اخندزاده په اختریز پیغام کې زیاته شوې، دوی"طالبان" د سیمې او نړۍ هېوادونو ته پوره ډاډ ورکوي، چې افغانستان به هیچا ته اجازه ور نه‌کړي چې له خاورې یې د نورو امنیت وګواښل شي.


هغه له نورو هېوادونو هم دا غوښتنه کړې چې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاس‌وهنه و نه‌کړي.


ملاهبت‌الله اخندزاده داسې مهال د افغانستان له خاورې د نورو پر ضد د ګټې نه اخيستو خبره کوي چې پرون ازبکستان وویل، د افغانستان له لوري پرون پنځه توغندي د دې هېواد په جنوب ختیځ کې پر یوه سرحدي ښار توغول شوي، خو چاته یې زیان نه‌دی رسولی.


د طالبانو مشر افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور بللی، خو دا خبره یې هم کړې چې د دوی له اسلامي نظام سره دې څوک مخالفت نه‌کوي.




ملاهبت‌الله اخندزاده په افغانستان روانو اقتصادي ستونزو ته هم اشاره کړې، خو د اقتصاد پياوړتیا، بیا رغونې او د پاتې مشکلاتو لېرې کول یې د اوسنیو واکمنانو او د ملت ګډ مسوولیت بللی دی.


دا په داسې حال کې ده چې افغانان اوس‌مهال د بل هر وخت په پرتله د بې‌وزلۍ او لوږې تر ټولو بد حالت سره مخ دي.


د ملګرو ملتونو شمېرې ښېي چې له نیمايي زيات افغانان کافي خوړو ته لاس‌رسی نه‌لري او تر خوا یې نږدې پنځه میلیونه ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ دي چې نږدې دوه میلیونه یې د مرګ له ګواښ سره مخ دي.


د طالبانو مشر په خپل پيغام کې د افغان ماشومانو په دیني او عصري زده‌کړې ټینګار کړی، خو له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو پرانيستو ته یې هیڅ اشاره نه‌ده کړې، هغه څه چې د پرانیستو پرېکړه یې په هغه پورې تړلې ګڼل کېږي.




د طالبانو د مشر په اختریز پيغام کې د ټولو افغانانو د حقونو ورکړې ته اشاره شوې او لیکلي، د شریعت په چوکاټ کې به د ښځو حقونه ورکړل شي، هغه دا خبره داسې وخت کوي چې حکومت یې د ښځو او نجونو د حقونو په نقض تورن دی.


ملاهبت‌الله اخندزاده د طالبانو اوسنۍ اداره د رسنیو او بیان ازادۍ ته ژمنه بللې او له ژورنالېستانو یې غوښتي چې د ژورنالېزم د اصولو په مراعاتولو سره فعالیت وکړي.


خو په افغانستان کې خبریالان او د رسنیو ملاتړي بنسټونه نیوکه کوي، چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته، معلوماتو ته لاس‌رسی کم شوی او تر خوا یې خبریالان په خپل‌سري ډول نیول شوي او شکنجه شوي دي.


همدا اوس د طالبانو په بند کې دوه خبریالان بنديان دي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus