Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د طالبانو پر غونډه د خبريالانو نيوکه: طالبانو مالوماتو ته لاس رسی محدود کړی

په کابل کې د دیني عالمانو سترې غونډې د خبري پوښښ په اړه افغان خبریالان نیوکې لري.


دغو خبریالانو ازادي راډيو ته وویل، ولس حق لري چې ددغه ډول ناستو له پرېکړو او ددې پرېکړو له څرنګوالی خبر شي او دا رسنیو مسولیت دي.


سره له دې چې په کابل کې د طالبانو حکومت لخوا د عالمانو د پیل شوې غونډې دویمه ورځ ده خو د طالبانو د حکومت د ملي راډيو ټلوېزیون پرته هیڅ خبري رسنۍ ته دغه غونډې ته د ننوتلو اجازه نه ده ورکول شوې.


افغان خبریالان وايي طالبانو معلوماتو ته لاس رسی محدود کړی دی.


په کابل کې افغان خبریاله لېمه وايي، د طالبانو له لوري د پیل شوې ناستې په تړاو دوی ته هیڅ معلومات نه ورکول کېږي.


نوموړې وويل: "د طالبانو د لويې جرګې تالار کې افغان خبریالانو ته اجازه نه ده ورکړې او دا د اندېښنې وړ مسله ده، دوی نه‌شي کولای هغه اول لاس معلوماتو ته لاس رسۍ پیدا کړي، تر ډېره پورې د غونډې هغه دقیق معلومات له رسنیو سره نه شریک کېږي."




په ورته وخت کې بل افغان خبریال یار محمد بیا وايي، د داسې ناستو پرېکړو ته افغان ولس شېبې شمېرې خو که پر اطلاعاتو محدویت وي دا چاره د ولس او حکومت ترمنځ واټن رامنځته کوي.


هغه وايي: "کله چې په افغانستان کې جرګې جوړیږي او شاوخوا درینم زره علما او مخور شخصیتونه په کې ونډه اخلي، پرته له شکه چې د افغانستان په مهمو مسایلو خبري کېږي او ولس یې د نتیجې په انتظار وي، خو بدبختانه هغه جرګه چې اوس جوړه شوې ده رسنۍ نه ورپرېښودل کېږي او ان تر دې چې ژوندی بهیر هم نشته."


افغان خبریالان داسې مهال د طالبانو پر حکومت د اطلاعاتو د نه لاسرسۍ په برخه کې نیوکه کوي چې د طالبانو حکومت ملي ټلوېزیون هم ددې ناستې له منځه په کافي اندازه اطلاعات نه شریکوي.


له بلې خوا په افغانستان کې د رسنیو ځیني ملاتړې بنسټونه بیا دغه چاره د اندېښنې وړ بولي او وايي چې د طالبانو حکومت باید اطلاعاتو ته لاس رسۍ اسانه کړي.


ددې بنسټونو په خبره، د بیان ازادۍ په وړاندې ‎په دې ورستیو کې محدویتونه زیات شوي او دوام یې په افغانستان کې د رسنیو وران مزل له ستونزو سره مخ کړی.


په افغانستان کې د رسنیو او خبریالانو د فدراسیون غړي مسرور لطفي په دې اړه د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل: "که د تېرې ورځې غوندې په څېر چې د افغانستان عالمان په کې ګډون کړی و د رسنیو نه ورپرېښودل دا په خپله د رسنیو له قانون سرغړونه ده او دا خپله زموږ لپاره د اندېښنې وړ مسله ده."


 




موږ هڅه وکړه چې د طالبانو حکومت نظر په دې اړه را واخلو خو ددوی ویاندویانو زموږ اړیکې راځواب نه کړې.


خو د طالبانو وياند ذبیح الله مجاهد تېره ورځ په یو خبري کنفرانس کې چې ولې یې رسنۍ نه دي غوښتي وویل د دوی ځواکونه تازه دي او اندېښنه لري چې له رسنیو سره به بد چلند وکړي.


د طالبانو حکومت د روانې لمریزې میاشتې په ۹ نېټه د افغانستان له ولایتونو او ښارونو شاوخوا درې نیم زره دیني عالمان او مخور راغوښتي او وايي چې پر مهمو ملي او سیاسي مسایلو بحث کوي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus