Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د ديني عالمانو د غونډې لومړۍ ورځ؛ سرچينې: د خبرو تمرکز د حکومت پر کورني مشروعيت ور ټول و

د طالبانو د حکومت د علماو دغونډې په لومړۍ ورځ پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې شوې دي، چې د ګډونوالو په خبره تر ډېره يې بحثونه د حکومت پر کورني مشروعيت ور ټول وو.


ځینې دیني عالمانو په دې غونډه کې ویلي هر څوک چې د اسلامي نظام پر وړاندې درېږي، باید له منځه یوړل شي.


د طالبانو د حکومت له لوري د علماوو درې ورځنۍ ستره غونډه نن پنجشنبه په کابل کې پیل شوه.


د طالبانو د حکومت د چارواکو په خبره په دې ناسته کې د هېواد د بیلابېلو ولایتونو نه ۳۵۰۰ کسانو چې دیني عالمان، قومي مشران او مخور چې د طالبانو پلویان دي، ګډون یې کړی دی.


که څه هم دې ناستې ته رسنۍ د خبري پوښښ لپاره نه‌دي بلل شوي خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې یادې ناستې ته د طالبانو د حکومت رییس الوزرا ملا محمد حسن اخند په خپلو خبرو کې وویل: "اوس اسلامي نظام راغلی، د دې د تقویې له پاره باید ټول کار وکړو. اسلامي امارت په ټولو برخو کې هڅې کوي، ترڅو ټولې ناخوالې سمې شي؛ ممکن ځینې ځایونه به مشکلات وي، خو هغه چې له موږ سره شریک شي، موږ به یې د حل په برخه کې ګامونه واخلو."




بلخوا یو شمېر رسنیو د غونډې د ګډون والو له قوله ویلي دي چې په دې غونډه کې ښايي له ګډون والو د طالبانو د حکومت مشروعیت غوښتنه هم وشي.


دا او د طالبانو د حکومت د ننګې، د امنیت او ثبات د ساتلو لپاره د دوی له حکومت سره د همکارۍ، د دوی نظام پر وړاندې درېدل بغاوت ګڼل، اسلامي او ملي ګټو ته ژمنتیا او دوامداره سوله هغه مسایل دي چې ځینو کورنیو رسنیو یې د غونډې د ګډونوالو په اړه د بحث کولو راپورونه ورکړي دي.


بلخوا په پاکستان کې د طالبانو د حکومت د لومړۍ دورې سفیر ملا عبدالسلام ضعیف چې دې غونډه کې یې ګډون کړی، ملي ټلوېزیون سره یې مرکه ادعا وکړه چې د ۳۵۰۰ کسانو ګډون په خپله طالبانو حکومت ته د مشروعیت ورکولو په معنا دی.


همدارنګه د دې غونډې یو ګډونوال دیني عالم مجیب الرحمن انصاري ویلي: "که څوک د دغه اسلامي نظام په مقابل کې سر پورته کوي باید له منځه یووړل شي، ځکه دا نظام له ډېره وخته د ولس ارمان دی."




د یادونې وړ ده چې په دې غونډه کې هېڅ یوې ښځې ته د ګډون بلنه نه‌ده ورکړل شوې چې د ښځو د حقونو ځینو فعالینو غبرګونونه یې هم راپارولي دي.


په دې ناسته کې سرچینې وایي له لږکیو څخه څو تنه سیک او هندو افغانان په غونډه کې لیدل شوی دي.


طالبانو تر دې دمه د دې غونډې د یوې مشخصې اجنډا جزیات نه دي په ډاګه کړي، خو طالب ویاند ذبیح‌الله مجاهد ملي ټلوېزیون سره مرکه کې وویل چې د دیني عالمانو په غونډه کې به د نورو سیاسي موضوعاتو په ګډون کېدای شي د علماوو له لوري له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو د پرانيستو په اړه هم بحث وشي - هغه څه چې د خواله رسنیو ځینو کاروونکو يې د بحث کولو غوښتنه هم کړې ده.


د دې غونډې په اړه د تېر جمهوري حکومت بېلابېلو پخوانیو، د اسلامي جمعیت ګوند، د طالبانو خلاف د مقاومت جبهې او د بشري حقونو ځینو نړیوالو سازمانونو د دې غونډې په اړه په مخالفت کې خبرپاڼې او تبصرې خپرې کړي دي.


د دې غونډې لپاره پراخ امنیتي تدابیر نیول شوي او د لویې جرګې تالار شاوخوا سیمې او سړکونه د تګ راتګ پر مخ بندې دي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus