Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د پکتيکا زلزله ځپلي: د سرپناه له جدي ستونزو سره مخ يو

د پکتیکا ولایت یو شمېر زلزله ځپلي وایي لا یې هم بنسټیزې ستونزې نه‌دي حل شوي.


دوی وایي د سرپناه په برخه کې له جدي ننګونو سره مخ دي، ښځې او کوچني ماشومان یې د ژوند سختې ورځې شپې تېروي.


قادر خان چې د پکتیکا د ګیان ولسوالۍ اوسېدونکی او د زلزله ځپلو له ډلې دی وايي، د تېرې اونۍ په مرګونې زلزله کې یې ده او کورنۍ ته ځاني او مالي درانه تلفات اوښتي او لا هم د ژوند سختې ورځې شپې تېروي.


هغه ازادي راډیو ته وویل: "کورونه مو ټول ړنګ شوي د اوسېدو نه دي، موږ د کورونو ډېرې ستونزې لرو، بل د سولرونو او بيتریو مسله ده، چې دا ټول تر خاورو لاندې شوي اوس کله کله تیارو کې وړو څراغونو ته کېښنو،دا خوراکي توکې مو هم یوازې یو څو نورې ورځې دوام کولای شي، که موږ سره په دې برخه کې مرسته وشي."




مجنون د ګیان ولسوالۍ یو بل اوسېدونکی دی چې زلزلې یې د کورنۍ لس تنه غړي او خپلوان وژلي او د ده او ټولو کلیوالو کورونه یې په بشپړ ډول ویجاړ کړي دي.


دی وایي لا هم سختو ستونزه سره مخ دي او د مرستو غوښتنه کوي: "موږ د اسلامي امارت مشرانو، خصوصي سکټور او سوداګرو نه غوښتنه کوو، چې موږ ته دې عاجلې مرستې ورسوي، ځکه چې ستونزې جداً زیاتې شوې دي."


دا زلزله ځپلي داسې مهال د خپلو اساسي ستونزو د نه حل کېدو یادونه کوي چې له تېرو څو ورځو راهیسې پر افغانستان دننه او بهر د بېلابېلو مرستندویه بنسټونو، افرادو، خیریه فعالینو او هېوادونو له لوري د میلیونونو افغانیو او ډالرو په ارزښت د مرستو اعلانونه وشول او د ځینې هېوادونو له لوري یوه اندازه مرستې هم هېواد ته واستول شوې.


خو طبیعي پېښو ته د طالبانو د حکومت د رسېدنې وزارت وایي ګڼو زلزله ځپلو ته یې لومړنۍ مرستې رسولي او دا بهیر لا هم روان دی.


د دغه وزارت ویاند محمد نسیم حقاني ازادي راډیو ته وویل: "موږ په سیمه کې د سوق ادارې یو مرکز جوړ کړی چې هغوی په ټولو زیانمنو ولسوالیو کې ټیمونه ګمارلي، کومو خلکو چې واقعاً یې هم زیان لیدلی، هغوی ته مرستې رسول شوي او نورې مرستې به هم ورته ورسېږي."




ښاغلی حقاني وایي دوی تر دې دمه د پاکستان، چین، ایران، هند، ازبکستان، ترکمنستان، عربي امارات او قطر له لوري په عملي توګه بېلابېلې مرستې تر لاسه کړي چې ځینې یې د زلزلو ځپلو سیمو ته رسېدلي او ځینې د دې هېوادونو له لوري مرکز کابل ته انتقال شوي دي خو په خبره یې په بېلابېلو پړاونو کې به دا مرستې ته زیانمنو خلکو رسوي.


د سیمې اوسېدونکي وایي په ګیان او برمل ولسوالیو کې د ژغورنې عملیات پای او پاک کارۍ پای ته رسېدلي، خو تر خاورو لاندې وسایلو د مړو شویو څارویو رایستل لا نه دي ختم شوي چې خلک یې له بېلابېلو ستونزو او ناروغیو سره مخ کړي دي.


د جون میاشتې په ۲۲ د شپې ناوخته په خوست او پکتیکا ولایتونو کې زرورې زلزلې د سلګونو خلګو ژوند یې واخیست او زرګونه یې هم ټپیان او کورونه په بشپړ ډول ور ړنګ کړل.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus