Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

يو شمېر شاعرانې: طالبان ورته په لويو فرهنګي غونډو کې د ګډون اجازه نه ورکوي

شاعرانې وايي، د طالبانو په حاکميت کې د ښځو ادبي فعالېتونه کم شوي او طالبان دوی ته اجازه نه ورکوي چې په سترو ادبي غونډو کې چې نارینه فرهنګیان هم په‌کې وي، ګډون وکړي.


د طالبانو محدوديتونو د نورو برخو ترڅنګ د ښځینه شاعرانو پر فعالېتونو هم سیوری غوړولی.


هغه شاعرانې چې په افغانستان کې پاتې دي، د طالبانو له حکومته شکایت لري چې جنسیتي توپیرونو ته تمایل لرونکی حکومت یې پر ښځو سخت بندیزونه لګولي او اوس ښځينه شاعرانې او لیکوالې نه‌شي کولی چې د شعر ویلو او کره کتنو په غونډو کې ګډون وکړي.


دا شاعرانې وايي، په افغانستان کې یو ځل بیا تاریخ تکرارېږي او اوسنی وضيعت د طالبانو د حاکميت له لومړۍ دورې سره هيڅ توپیر نه‌لري.




ځوانه شاعره او لیکواله نیلوفر نیک‌سیر په هرات کې د هغې ادبي ټولنې غړې ده، چې شاوخوا یوه پېړۍ مخینه لري خو اغلې نیک‌سیر وايي، چې د دې ادبي ټولنې اوسنی وضيعت د خفګان وړ دی، ځکه فعاليتونه یې درېدلي دي.


خو نیلوفر نیک‌سیر لا هم لیکل کوي او په خپل وروستي شعر کې په جنوب ختیځو ولایتونو کې د زلزلزې تراژيدي انځور کړې ده.


نیلوفر سره له دې چې اوس هم له څو ښځينه شاعرانو سره وړې مشاعرې جوړوي، خو هیله لري چې په لویو مشاعرو کې ګډون وکړي او بې له کوم جنیستي توپيره خپل شعر ټولو ته واوروي.


نوموړې وايي: "هغه ستونزې چې تاسې خپله ښه پرې پوهېږئ، نور مو لازم و نه ګڼله چې له سړیو سره ګډې ادبي غونډې جوړې کړو، د ښځو او سړیو ادبي فعاليت بېل شول خو موږ اوس هم له ځینو نجونو سره ادبي ناستې کوو."


په تېرو شلو کلونو کې ښځو د نورو برخو ترڅنګ د ادبیاتو په برخه کې هم د پام وړ پرمختګ کړی و، کتابونه یې چاپول او په ادبي غونډو کې یې فعاله ونډه درلوده.


خو اوس یوه شاعره چې نه غواړي، نوم یې واخیستل شي، ازادي راډيو ته وویل چې د طالبانو حکومت ډېرو ادبي ټولنو ته مکتوبونه ورلېږلې دي چې ګډې ادبي ناستې دې نه کوي.


خو ټولې شاعرانې د نیلوفر په څېر د شعر لیکلو لپاره انګېزه نه لري.


ځوانه شاعره شفیقه خپلواک وايي، د ډوډۍ غم له ډېرو د شعر لیکلو او اورېدلو حس اخیستی دی.


نوموړې وايي: "د افغانانو ټول ژوند په یوې مړۍ ډوډۍ کې خلاصه شوی دی او څوک د شعر، ادبیاتو او دې مسایلو په اړه فکر نه کوي. یو اضافي څيز ګڼل کېږي. که څوک لیکل کوي او شریکوي یې، له داسې چلند سره مخ کېږي چې موږ په څه حال کې یو او ته څه فکر کوې؟"




شاعره زمزمه غزل وايي، په ادبي ناستو کې ګډون د ځوانو شاعرانو او لیکوالو لپاره په دې ګټور و چې دوی هلته ډېر څه له مشرانو زده کول خو دا چې اوس دا ناستې کمې شوې دي، د ځوانو فرهنګیانو د روزنې لړۍ هم درېدلې ده.


نوموړې وايي: "اوس د پخوا په څېر ادبي بهیرونه چې مشرانو فرهنګیانو به ګډون په‌کې کاوه، د ښځینه شاعرانو په شعرونه کره کتنې کېدې، دوی یې په دې پوهولې چې څه ډول شعر ولیکي او خپلې تېروتنې اصلاح کړي خو اوس دا مجلسونه کم شوي دي."


خو له دې سره هم ځینو ښځینه فرهنګیانو ابتکارونه کړي دي او د کتاب لوستلو ناستې جوړوي.


منیژه بهره په هرات کې ۴۰ لیکوالې مېرمنې په هرو دوو اوونیو کې راټولوي، شعرونه، لنډې کیسې وايي او بحثونه کوي.


هغې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته له ټولو ناهیلو سره د ۴ مېرمنو په ګډون دا ناستې پیل کړې وې.


آغلې بهره وايي: "له ناهیلیو د ځان خلاصولو لپاره مو د کتاب لوستلو ناستې پيل کړې. په پیل کې ۴ تنه وو او د لسو میاشتو له تېرېدو وروسته اوس ۴۰ غړې لرو چې په حضوري ډول په میاشت کې ۲ ځله راټولېږو. په دې ناستو کې د هغه کتاب په اړه چې له مخکې ټاکل شوی وي، خپل یادښتونه شریکوو."




د یادونې ده چې د رڼا په نوم د ښځو کلنۍ مشاعره چې هر کال په کابل کې کېده، هم سږ کال د طالبانو په واکمنۍ کې و نه شوه.


طالبانو د ښځینه فرهنګیانو پر فعاليتونو د محدودېتونو په اړه زموږ پوښتنې ځواب نه کړې.


د جمهورېت له سقوط وروسته ډېر فرهنګیان او شاعران له افغانستانه ووتل او ډېرې فرهنګي ټولنې وتړل شوې خو د طالبانو لخوا کېدونکې مشاعرې چې تر ډېره د دې ډلې ستاینې په‌کې کېږي، اوس هم وخته ناوخته کېږي.


په دې مشاعرو کې د طالبانو شاعران او سیاسي او نظامي مشران ګډون کوي خو ښځې په کې نه ښکاري.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus