Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د نړۍ په کچه د نشه‌يي توکو د ډېرېدو سلنه لوړه شوې؛ افغانستان هم په‌کې شامل دی

د مخدره موادو او جرمونو په وړاندې د ملګرو ملتونو د مبارزې دفتر "UNODC" په نړۍ کې د مخدره موادو د زیاتېدو خبر ورکړی.


د دغه دفتر په راپور کې راغلي چې د ۲۰۲۰ او ۲۰۲۱ کلونو ترمنځ موده کې په نړۍ کې د مخدره موادو په تولید کې ۷ فیصده زیاتوالی راغلى دی چې مهم لامل یې په افغانستان کې د کوکنارو د کښت زیاتېدل دي.


د مخدره موادو او جرمونو په وړاندې د ملګرو ملتونو د مبارزې دفتر "UNODC" د یو راپور په خپرولو سره ويلي، چې په نړۍ کې د مخدره موادو تولید او د ګټې اخیستنۍ کچه زیاته شوې ده.


دغه دفتر ویلي چې په ۲۰۲۰ میلادي کال کې د مخدرو موادو د استعمالونکو کسانو شمېر ۲۸۴ میلیونه وګړو ته رسېده چې ډيری يې د ۱۵ او ۶۴ کلونو ترمنځ عمرونه درلودل.




په دې راپور کې راغلي دي چې دا د نشه‌يي توکو د مصرفونکو کسانو په شمېر کې د تېر کال په پرتله ۲۶ سلنه زیاتوالی ښېي.


په دې راپور کې دغه شان راغلي دي چې د مېرمنو ترمنځ هم د مخدرو موادو د کارونکو شمېر مخ پر زیاتېدو دی.


د دغه دفتر په راپور کې راغلي چې د ۲۰۲۰ او ۲۰۲۱ کلونو ترمنځ موده کې په نړۍ کې ۷۹۳۰ ټنه مخدره مواد تولید شوي چې د نورو کلونو په پرتله اوه فیصده زیاتوالی ښېي او مهم لامل یې په افغانستان کې د کوکنارو د کښت زیاتېدل دي.


دا په داسې حال کې ده چې د تېر ۲۰۲۱ ميلادي کال په اګست میاشت کې طالبان په افغانستان کې واک ته ورسېدل.


خو د ملګرو ملتونو په راپور کې په افغانستان کې د مخدره موادو د تولېد او کښت د اوسنۍ کچې په اړه څه نه‌دي ویل شوي.


د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور ازادي راډيو ته وویل چې اوس مهال په افغانستان کې د کوکنارو د کښت کچه صفر ده او دوی د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو راپور ردوي.


نوموړی وايي: "موږ په بشپړ ډول د ملګرو ملتونو دغه راپور ردوو، د شیخ هبت الله له فرمان وروسته په افغانستان کې د کوکنار د کښت کچه صفر شوې ده."




دی وايي د افغانستان په یو شمېر سیمو کې چې خلکو د طالبانو د مشر د فرمان بر خلاف کوکنار کرلي وو کښتونه يې له منځه یوړل شول او دوی قانون ته وسپارل شول.


خو نوموړي په دې اړه چې په څومره کرونده کوکنار کرل شوي او څومره يې بېرته له منځه وړل شوي څه ونه ویل.


د مخدره موادو او جرمونو په وړاندې د ملګرو ملتونو د مبارزې د دفتر په راپور کې راغلي دي چې په نړۍ کې له ۱۱ میلیونه زیات کسان مخدره مواد د پېچکاریو په وسیله بدن ته ترزیقوي او د تېرې یوې لسیزې په پرتله اوس په نړۍ کې د مخدره موادو د کارونکو شمېر ۲۶ په سلو کې زیات شوی دی.


یو ان او ډي سي په داسې حال کې په افغانستان کې د کوکنارو د کښت د زیاتېدو راپور خپروي چې په دې هېواد کې د روږدو د درملنې زمینه هم کمه شوې ده او نړیوال بنسټونه هم په دې هېواد کې د کوکنار د کښت او تولید پر وضعیت کم څار لري.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus