افغان تکواندو کارانو د اسیا په کچه سیالیو کې اووم ځای خپل کړ
د افغانستان د تکواندو ملي فدراسیون په خبرپاڼه کې راغلي، چې افغان تکواندو کارانو وکړای شول د اسیا تکوادو سیالیو کې د پنځوسو امتیازونو په ترلاسه کولو سره، د یادو سیالیو اووم مقام خپل کړي.
په دی سیالیو کې محسن رضایي وکړای شول خپل مغلستاني او جاپاني سیالانو ته ماتې ورکړي، خو د کوریایي سیال په وړاندې یی ماتې وخوړه، علي اکبر امیري خپل ازبکستاني سیال ته ماتې ورکړه، خو له ایرانۍ سیاله یې ماتې وخوړه، حسین لطفي خپل کویټي سیال مات کړ، خو د ایراني سیال په وړاندې یې ماتې ومنله.
د تکواندو په دې آسیایي سیالیو کې ازبکستاني تکواندو کارانو د څلورو سرو زرو مډالونو په ګټلو سره د یادو سیالیو اتلولي وګټله.
د یادونې وړ ده، چې د افغانستان د تکواندو فدراسیون رییس نجیب الله سکندر په دغو سیالیو کې د اسیا په کچه د تکواندو تر ټولو غوره لوبڅار غوره شو.