Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

افغاني سرې مياشتې ټولنه: زلزله ځپلو سيمو کې ويجاړ کورونه دې ورغول شي

د طالبانو په مشرۍ د افغاني سرې میاشتې ټولنه وايي، په پکتیکا او خوست کې زلزله ځپلو ته خوراکي او غیرخوراکي بشپړې مرستې رسېدلي او اوس اړتیا ده چې د کورونو د رغېدو فکر یې وشي.


افسر د پکتیکا د ګیان ولسوالۍ اوسېدونکی دی او هلته یې په شوې زلزله کې نه یوازې دا چې کور ړنګ شوی، بلکې د کورنۍ لس تنه یې هم په کې مړه شوي دي.


د افسر د کورنۍ دوه تنه ژوندي پاتې، خو وايي، داسې ځای نه‌لري چې شپه په کې تېره کړي.


نوموړی وايي: "نه تمبو لرو نه بل څه، همداسې پراته یوو. د تره زامنو او عزیزانو سره پراته یوو، خپل کور مو ټول خراب شوی دی. که څوک مرسته کوي هم، اول را نه ویډیو کوي."


په پکتیکا، خوست او ننګرهار کې د تېرې سه‌شنبې په شپه شوې زلزله کې لږ تر لږه ۱۱۵۰ تنه مړه شول او زرګونه کورونه نور ونړېدل.




تازه د طالبانو په مشرۍ د افغاني سرې میاشتې ټولنه هم له مرسته کوونکو غواړي چې په پکتیکا او خوست کې له زلزله ځپلو سره د دایمي سرپناه د جوړېدو په برخه کې مرسته وکړي.


د دې ټولنې مرستیال نور‌الدین ترابي د دوشنبې په ورځ رسنیو ته وویل، پکتیکا او خوست کې زلزله ځپلو سره پوره خوراکي او غیر خوراکي توکي مرسته شوي او اوس یې باید د کورونو د رغېدو فکر وشي.


هغه په کور دننه او له نړیوالو مرسته کوونکو وغوښتل چې خپلې مرستې په نقدي ډول زیانمنو ته ورسوي.


نوموړي وويل: "زموږ غوښتنه همدا ده او دا مو پېغام دی چې خلکو سره نقدي مرسته وشي. هلته چې څوک اوسېږي هغوی همدا وايي، په دې غوړو او اوړو نور موږ څه کوو. د دې توکو د اېښودو لپاره اصلا دوی ځای نه‌لري. باید نقدي مرسته ورسره وشي."




ښاغلی ترابي وايي، یو شمېر نړیوالو ټولنو او هېوادونو له دوی سره ژمنه کړې چې په پکتیکا او خوست کې به د خلکو د ایمي استوګن‌ځایونو، روغتیايي مرکزونو او ښوونځیو لپاره مرسته وکړي.


نوموړی زیاتوي، دوی دغه شان د هغو ماشومانو لپاره چې د کورنۍ ټول غړي یې مړه شوي، د یوه پلان په جوړولو اخته دي.


دا په داسې حال کې ده چې پکتیکا او خوست ته د مرستو د لېږد په بهیر کې د لا تنظیم او روڼتیا غوښتنه کېږي.


پرون په ټولنیزو رسنیو کې داسې یوه ویډیو خپره شوه چې په زلزله کې د ځپل شوې کورنۍ یو غړی ادعا کوي چې خیریه بنسټونه د دوی په نوم سوداګري کوي.


په پکتیکا او خوست کې د زلزله ځپلو سره په کور دننه او بهرنیو مرستو بهیر لا هم روان دی او تازه چین د ۷،۵ میلیونه ډالرو بشري مرستو ژمنه کړې.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus