Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

افغانستان کې له بېکارۍ تېښته؛ ايران کې د افغان کډوالو شمېر ۴ نيم ميليونه ته رسېدلی

د ایران د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې په دې هېواد کې د افغان کډوالو شمېره  ۴ نیم میلیونه تنو ته رسېدلې ده.


د ایران د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال سیدمجید میر احمدي وايي، د دوی د شمېرو له مخې په ایران کې د افغان کډوالو کره شمېره، له ۴ میلیون ۳۰۰ زرو تر ۴ میلیون ۵۰۰ زرو تنو ته رسېدلی ده.


د ایران تسنیم خبري اژانس د ښاغلي میراحمدي له قوله لیکلي، په دې کډوالو یوازې ۲ میلیونه او ۳۰۰ زره تنه افغان کډوال په ایران کې د اوسېدو لپاره قانوني اسناد لري.


ښاغلي احمدي ویلي، دا شمېرې وړاندې تخمینې وې، خو اوس د سرشمېرنې وروسته، کره شوې دي.


وړاندې په ایران کې د افغان کډوالو په اړه ویل کېدل چې نږدې درې میلیونه افغانان هلته ځای پر ځای دي.


ایران داسې مهال دا شمېرې خپروي چې په وروستیو کې د دې هېواد په ګډون د افغانستان ګاونډیو ته د افغانانو د مهاجرت لړۍ چټکه شوې ده.




که څه هم په ایران او پاکستان کې تل د افغان کډوالو د بد وضعیت په اړه راپورونه خپرېږي، خو له دې سره سره بیا هم دواړو هېوادونو ته د افغانانو د ورتګ لړۍ د کمېدو پر ځای زیاتېږي.


تر خوا یې ایران او پاکستان سره په رسمي او غیر رسمي پولو د افغانانو د ځورولو لړۍ هم نه‌ده درېدلې.


همدا اوس له تېرې چهارشنبې راهیسې ایران په نیمروز کې له افغانستان سره خپله پوله هم تړلې ده.


د دې کار له امله ګڼو سوداګرو او افغانانو ته ستونزې را ولاړې شوي دي، خو له دې ټولو سره سره بیا هم یو شمېر افغانانو ایران ته د تلو ګډې تړلي.


قدوس چې نیمه کورنۍ یې لا له وړاندې ایران ته تللې وايي، په افغانستان کې د بې‌روزګارۍ او خراب اقتصادي وضعیت له امله اړ شوي چې نورو هېوادونو ته مهاجر شي.


نوموړی وايي: "د بې‌روزګارۍ له امله ټول فامیل ایران ته تللی. موږ هم ځو. دلته نه کار شته، نه روزګار، هره ورځ قېمتي کېږي. څه وکړو ویزې خو هسې هم نه راکوي، مجبور یوو چې قاچاقي یا هم له بلې لارې ولاړ شو او یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کړو."




نږدې میاشت وړاندې په ایران کې د افغان کډوالو سره د پولیسو او نورو بد چلند د رسنیو سر ټکی و، خو افغانان وايي، هر څه ګوري، بیا هم مجبور دي چې وطن پرېږدي.


هاخوا بیا طالبان له هغو هېوادونو چې افغانان په کې کډوال دي، له دوی سره د ښه چلند غوښتنه کوي.


د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد: "په نورو هېوادونو کې د مهاجرینو ستونزې موږ درک کوو، له ځینو هېوادونو سره مو دا ستونزې شریکې کړې هم دي. د بهرنیو چارو وزارت په غونډو کې د مهاجرینو ستونزه تل اوله خبره وي موږ یې یادونه کوو."


ایران او پاکستان دوه هغه هېوادونه دي چې د افغان کډوالو شمېر په کې د نړۍ د نورو هېوادونو په پرتله ډېر دی، خو په همدې دوو هېوادونو کې له افغانانو سره د بد چلند راپورونه هم زیات خپرېږي.


تازه ترکیې هم د افغان کډوالو نیول او افغانستان ته را ستنول پیل کړي او روانه میاشت کې یې نږدې ۲زره افغانان بېرته را ستانه کړي دي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus