د خوړو نړيوال پروګرام: زلزله ځپلو سيمو کې د ژوند ژغورنې اړتياوې پوره کوو
د دغه سازمان د اسیاپسفیک څانګې نن په یوه ټویټ کې ویلي، له تېرې چهارشنبې په دې زلزله کې تر ۱۰۰۰ ډېر کسان مړه شوي چې په هغوی کې ۱۵۵ ماشومان هم شامل دي.
دغه سازمان د ټپیانو شمېر شا و خوا ۳۰۰۰ یاد کړی دی.
ګڼو هېوادونو او سازمانونو له زلزله ځپلو سره د بشري مرستو اقدام کړی دی.
دغې زلزلې تر ډېره په پکتیکا ولایت کې ډېر خلک اغېزمن کړي دي.