د افغانستان بانک: خلک دې د 'فوريکس اپلکېشن' له لارې راکړه ورکړه نهکوي
دغه بانک ویلي، چې لا هم په مرکز او ځیني ولایتونو کې له دغې لارې پولې راکړې ورکړې کیږي او دا غیر قانوني چاره ده.
د افغانستان بانک ویلي، دوي هڅه کوي چې دغه کسان وپېژني او ژر تر ژره یې د قانون منګلو ته وسپاري.
فوریکس د پېسو هغه انلاین بازار دی چې کارونکي کولای شي په دې بازار کې په انلاین بڼه پيسې سپما او یا هم له یو ځایه بل ځای ته ولېږي.
د راپورونو له مخې، په فوریکس انلاین بازار کې په ورځيني ډول په میلیونو ډالره د نړۍ په کچه نغدي راکړه ورکړه کېږي.
له هغې وروسته چې په افغانستان کې سیاسي بدلون راغی او په دغه هېواد کې پولي خدمتونه له خنډ سره مخ شوه د فوریکس او دې ته ورته نورو انلاین پرګرامونو بازار ګرم شوی دی.