Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

ایران: طالبان دې د اوبو په اړه دوه اړخیزو تعهداتو ته جدي درناوی وکړي

ایران یو ځل بیا له طالبانو غوښتي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوبو د ونډې په اړه د شوې موافقې له مخې، دوه اړخیزو تعهداتو ته جدي درناوی وکړي.


د افغانستان او ایران ترمنځ د هلمند سیند د اوبو په سر د توافق شوې هوکړې سره سره، دا هېواد یو ځل بیا له طالبانو غواړي څو په دې برخه کې راپورته شوې ستونزې حل کړي.


د ایران د بهرنیو چارو وزیر امیرعبدالهیان د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي سره تېره ورځ ټیلېفوني خبرو کې ویلي، طالبان دې د ایران د اوبو د ونډې په اړه د شوې موافقې له مخې، دوه اړخیزو تعهداتو ته په جدي توګه درناوی وکړي.


د ایران د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه خپره کړې اعلامیه کې په دې اړ ډېر وضاحت نه‌دی ورکړی، خو ټینګار یې کړی چې طالب چارواکي باید په دې برخه کې را پورته شوې ستونزې حل کړي.


دا معلومه نه‌ده چې طالبانو له ایران سره د هلمند د سیند په اړه نوي تعهدات کړي که د شاهي نظام پر مهال د شوي توافقاتو د عملي کېدو غوښتنه شوې.


افغانستان او ایران د هلمند سيند د حق‌ابې په سر په ١٩٧٣م کال یوه هوکړه لاس‌لیک کړه چې پر بنسټ یې، ایران حق لري چې هر کال له هیرمنده ۸۵۰ ملیونه مټر مکعب اوبه ترلاسه کړي.


خو ایران وروستیو کې شکایت کوي، چې دا اوبه په پوره ډول نه ور رسېږي.






تېره اوونۍ له ایرانه را ستانه شوي طالب پلاوي چې د همدې موضوع په سر د خبرو لپاره تهران ته تللی و رسنیو ته وویل، دواړه لوریو هوکړه وکړه چې د هلمند د سیند په اړه له وړاندې لاس‌لیک شوی توافق باید عملي شي.




تر خوا یې دا یې هم وویل چې د پخوانۍ موافقې پر بنسټ به، د اوبو د اندازه ګیرۍ لپاره د مشترک تاسیسات جوړوي.



له طالبانو مو د ایران د بهرنیو چارو وزیر د ټیلېفوني اړیکې په اړه وپوښتل، خو د بهرنیو چارو وزارت ویاندویانو یې ځواب رانه کړ.


خو د ایران د بهرنیو چارو وزارت په خپله اعلامیه کې لیکلي، امیرخان متقي؛ امیرعبدالهیان ته ډاډ ورکړی چې د هلمند د سیند مسله به جدي تعقیبوي.


اعلامیه د امیرخان متقي له خولې لیکي، طالبان د هلمند د سیند څخه د ایران د اوبو د حق د مسئلې د تعقیبولو لپاره د ایران د انرژۍ د وزارت د پلاوي د استولو او د دوه اړخیزو سلامشورو د دوام هرکلی کوي.




نیوکه دا ده، چې ایران د طالبانو له اوسنۍ نړیوالې انزوا په ګټې پر دې ډلې د فشار راوستو له لارې غواړي، له افغانستان د اوبو په برخه کې لویه ګټه واخلي.


له دې وړاندې د ایران د مخکني حکومت د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف هم ویلي و، کولای شي د اوبو د تر لاسه کولو په برخه کې فشار راولي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus