Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

مسؤلين: سږ کال د 'رڼا' کلنۍ مشاعره پر خپل وخت جوړه نه‌شوه

د میېرمن کلتوري ټولنیز بهیر مسوولین وايي، سږ کال رڼا کلنۍ مشاعره په خپل وخت جوړه نه شوه.


د دغه بهیر منشي مینه ابراهیم خېل ازادي راډیو ته وویل، د دې کار لامل، د مېرمن کلتوري ټولنیز بهیر د یو شمېر فعالو غړو نه‌شتون و.


په افغانستان کې د مېرمن کلتوري ټولنیز بهیر مسوولین وايي، رڼا مشاعره چې هر کال د جوزا په یوه دېرشمه د کال په تر لویه ورځ د دغه بهیر له خوا جوړېدله، د دوی د یو شمېر غړو د نه‌شتون له امله په خپل وخت جوړه نه‌شوه.


خو په کابل کې د مېرمن کلتوري ټولنیز بهیر مسوولین هیله من دي چې دا مشاعره، په یو څه ځنډ سره جوړه کړي.


د دغه بهیر منشي مینه ابراهیم خیل وايي: "زمونږ ډېری خویندې، چې د بهیر غړې وې، فعالې غړې وې، تکړه غړې وې او بنسټ اېښودونکې وې، دوی له وطن نه مسافرې شوې، ټاکل شوې وه چې دا مشاعره پرون یا نن شوې وای، خو کومې ستونزې چې مونږ درلودلې ونه توانېدو چې دا مشاعره جوړه کړو."




شاعرې او لیکوالې شفیقه خپلواک په دې اړه په خپل فېس بوک پاڼه له افغان ښځینه شاعرانو هیله کړې، چې غږ یې بدرګه کړي.


په افغانستان کې د رڼا په نوم د مېرمنو مشاعره هر کال، د جوزا په یو دېرشمه د کال په تر ټولو لویې ورځې جوړېږي، چې د پلازمېنې کابل او بېلابېلو ولایتونو ښځې شاعرانې په‌کې په حضوري ډول یا هم په انلاین ډول ګډون کوي.


د دغه مشاعرې په ویاړ به هر کال د ښځينه لیکوال او شاعرانو کتابونه چاپېدل، د کال غوره فرهنګیالۍ به انتخابېده او د مشاعرې درې غوره شاعرانو ته ډالۍ او ایوارډونه هم ورکول کېدل.


خو سږ کال معلومه نه ده، چې په افغانستان د طالبانو په بیا ځلې واکمنېدو سره چې پر افغان ښځو په بېلابېلو برخو کې کوم محدویتونه لګېدلي، دې مشاعرې ته به اجازه ورکړل شي که نه؟


په دې اړه مو هڅه وکړه، چې د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د مرستیال ذبیح الله مجاهد نطر ولرو، خو بریالي نه شوو.


خو مخکې تر دې په بېلابېلو ولایتونو کې د نارینوو کلنۍ دودیزې مشاعرې جوړې شوي او د طالبانو په مشرۍ د ملي ټلوېزیون له خوا خپرې شوې دي.


افغانه پېژندل شوې شاعره او لیکواله پروین ملال د دا شان مشاعرو د جوړېدو په اړه وايي: "رڼا کلنۍ مشاعره چې هر کال د جوزا په یو دېرشمه نېټه د مېرمن ادبي بهیر  لخوا داېرېدله او دې ته ورته نورې مشاعرې د مېرمنو په هڅونه کې ډېر مهم رول درلوده ، له دې لارې ښځو کوی شوی چې خپلې ستونزې د کور له چاپېریال څخه بهر راوباسي، تشویق شي مخته ولاړې شي او لاس ته راوړنې ولري."


د یادونې ده، چې په افغانستان کې به مخکې ښځو نارینه وو سره په ګډو مشاعرو کې هم ګډون کوو او خپل احساسات او غوښتنې به یې د شعر په قالب کې تر خلکو رسولې.

 

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus