Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

په اهل‌هنودو د بریدونو اندېښنه؛ هند لسګونه افغان هندوانو او سېکانو ته ویزې ورکړي

د هند حکومت د کابل په کارته‌پروان کې د افغان اهل‌هنودو پر یوه عبادت‌ځای له برید وروسته، تېره شپه ناوخته له سلو زیاتو افغان هندوانو او سېکهانو ته برښنايي ویزې ورکړي دي.


۵۵ کلن سَوندر سینګ چې ټول عمر یې د افغانستان په غزني ولایت او کابل ښار کې تېر شوی وه، پرون په درمسال کې د یوې حملې قرباني شو.


د سوندر سینګ اوښی (د مېرمن ورور) ارجیت سینګ وایي، د نوموړي کورنۍ د همدې امنیتي ګواښونو له امله هند ته کډه شوې او هغه په کابل کې یوازې ژوند کاوه.


هغه وايي: "اوښی مې په درمسال کې اوسېده، پرون هلته په حمام کولو بوخت وه چې بریدګرو پرې حمله وکړه او په زړه یې پرې ډزې کړې وې، هغه د غزني ولایت وه او د کابل کوټه سنګي حکیم و او یوناني درمل یې پلورل، پرون چې دا پېښه وشوه، جسد یې د سړک پر سر ایښی و، ما مې خور دوی خبر کړل په ویډیویي اړیکه کې مې ور وښوده، بیا مو قلاچه کې هندو سوزانو ته یوړ او خپل مراسم مو ترسره کړل، الوتنې نه شته کنه په هر قیمت به مې خور او او اولادونه ته یې د دې جنازه وروړله څه وکړو نو اوس مو له لاسه هېڅ نه کېږي."


ارجیت سینګ وایي، سوندر سینګ هېوادنۍ مینې افغانستان کې پاتې کېدو ته اړ کړی و، خو خبر نه و، چې په داسې بې رحمۍ به وژل کېږي.


پرون شنبه د غبرګولي ۲۸ د کابل کارته پروان سیمه کې د سِېکانو او هندو افغانانو پر درمسال حمله وشوه، چې وروسته په افغانستان کې دننه او بهر پراخ غبرګونونه راوپارېدل.


په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بینیټ وايي، پر مذهبي لږکیو د دغه ډول برید مخې نیولو د پلټنو او حساب ورکولو په ګډون اقدام ته اړتیا لري.




هغه په یو ټویټ کې لیکلي: "هرڅوک حق لري چې په سوله کې ژوند وکړي او عبادت وکړي، زه په کابل او کندوز کې په سېکانو او صوفي ټولنو بریدونه په کلکه غندم، په افغانستان کې پر مذهبي لږکیو د سیستماتیک بریدونو مخه نیول د اسنادو، څېړنې او حساب ورکولو په ګډون اقدام ته اړتیا لري."


د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت وايي، په پېښه کې دوه کسان وژل شوي او ۷ تنه نور ټپیان دي.


په وژل شویو کې یو د طالبانو امنیتي کس هم شامل وه.


د دې حملې پړه داعش یا اسلامي دولت نومې وسله دوالې ډلې منلې ده.


رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې دغې ډلې د تلګرام په چینل کې لیکلي: "دا برید د پیغمبر حضرت محمد صلی علیه وسلم ته د سپکاوي په ځواب کې و، چې د هند د حکومت د ویاند څرګندونو کې شوی."


خو له دې پېښې وروسته د افغانستان جمهوري حکومت پر مهال ولسي جرګه کې د سېکانو او هندوانو استازې انارکلي هنریار پر ټویټر "موږ افغانان یو، پر موږ د هندیانو ټاپې مه لګوئ" یو ټریند پیل کړ او ټینګار یې کړی هېڅ څوک دې دوی د هندیانو په سترګو نه بلکې په خبره د نورو افغانانو په شان د افغانستان له خاورې دي او افغانان دي.


په همدې حال کې په جنیوا کې د افغانستان استازولي له ملګرو ملتونو او د جرمونو له نړیوالې محکمې غوښتي چې د دا ډول بریدونو په اړه بې پرې څېړنې وکړي.


دا سېکان افغانان داسې مهال خپلې اندېښنې مطرح کوي چې تر دې وړاندې هم له تېر ۲۰۱۸ کال راهیسې په بېلابېلو خونړیو حملو کې یې درمسالونه، ګوردوارې او نور مقدس ځایونه په نښه او په لسګونو ښځې، ماشومان او نارینه په کې په نښه او ووژل شول.


که څه هم د هند حکومت دا خبر په رسمي ډول نه دی تاييد کړی خو، یو شمېر هندي رسنۍ نن سهار د هند په کورنیو چارو وزارت کې د چارواکو له قوله ویلي، چې د هند حکومت د کابل په کارته‌پروان کې د افغان اهل‌هنودو پر یوه عبادت‌ځای له برید وروسته، تېره شپه ناوخته له سلو زیاتو افغان هندوانو او سېکانو ته برښنايي ویزي ورکړي دي.


د رسمي معلوماتو له مخې په افغانستان کې مېشتو هندوانو او سېکانو ته د ورپېښو ګواښونو او حملو له امله اوسمهال یوازې دوه سوه افغان سېکان او هندوان په افغانستان کې مېشت او پاتې سلګونه کورنۍ بېلابېلو بهرنیو هېوادونو ته کډوالې شوي دي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus