Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

اروپايي ټولنه له افغانستان څخه د نشه‌يي موادو د قاچاقو له ډېرېدو اندېښنه لري

اروپايي ټولنه اندېښنه لري چې په افغانستان کې به بېوزلي او بېکاري په دې هېواد کې د نشه يي بوټو د کښت، نشه يي موادو توليد او قاچاقو د ډېرېدو سبب شي.


د نشه يي موادو او اعتياد د څار اروپايي ادارې په تازه راپور کې راغلي چې، په افغانستان کې بې کارۍ او بېوزلۍ د نشه يي بوټو کښت، نشه يي موادو توليد او قاچاقو ته لاره اواره کړې ده.


د نشه يي موادو او اعتياد د څار اروپايي ادارې په ۲۰۲۲ ميلادي کال کې د نشه يي موادو د توليد، قاچاقو او استعمال د وضعیت په اړه راپور خپور کړی دی.


په دې راپور کې په افغانستان کې د طالبانو تر دوهم ځل واک ته رسېدو وروسته په دې هېواد کې د نشه يي بوټو کښت او نشه يي موادو د قاچاقو وضعیت ناڅرګند بلل شوی او د هغو نشه يي موادو په اړه اندېښنه ښودل شوې چې په افغانستان کې توليد شوي او اروپايي هېوادونو ته يې قاچاق مخ پر ډېرېدو دی.


د دې ادارې څېړنې ښېي چې، د طالبانو د حکومت د حمل د مياشتې د (۱۴) نېټې فرمان به په لنډمهال کې د عملي کېدو وړ نه وي، ځکه چې د بزګرانو اقتصاد له دې کښت سره کلک تړلی او دا وضعيت به دوی دې ته اړباسي چې په هر حالت کې د کوکنارو کښت ته دوام ورکړي.


د طالبانو حکومت د اروپايي ټولنې د دې اندېښنو په جواب کې د نشه يي بوټو د کښت، نشه يي موادو د توليد او قاچاقو په اړه د خپل مشر د فرمان پر عملي کېدو ټينګار کوي.


له نشه يي موادو سره د مبارزې معينیت د دفتر رئیس مولوي حسيب الله احمدي وايي چې، دوی د خپل مشر د فرمان عملي کولو په برخه کې تر اوسه له هيڅ ډول ستونزې سره نه دي مخ شوي.


نوموړی وايي: "د کورنیو چارو وزارت له نشه يي موادو سره د مبارزې معينيت په دې برخه کې هيڅ ستونزه نه لري، زموږ مسئولین او پرسونل په مرکز او ولايتونو کې د دې فرمان عملي کولو لپاره پوره چمتووالی لري، موږ هيڅ ډول ستونزه نه لرو."


د طالبانو حکومت د روان شمسي کال د حمل د میاشتې پر (۱۴) نېټه د طالبانو د مشر يو فرمان خپور کړ چې په دې فرمان کې د نشه يي بوټو کښت، نشه يي موادو جوړول او قاچاق منع شوي وو.


که څه هم په هلمند ولایت کې د کوکنارو او فراه ولایت کې د بنګو د کښتونو ویجاړولو په اړه راپورونه خپاره شول، خو تر اوسه په فراه او هلمند ولایتونو کې د ښیښې او هيرويينو جوړولو پر کارخانو نظامي عمليات نه دي شوي.


د نشه يي موادو او اعتياد د څار اروپايي اداره وايي: "په فراه ولایت کې د ښیښې جوړول په چټکۍ سره دوام لري، دغه ډول د ومان (ephedra) په نوم وحشي بوټی هم د طالبانو له مخالفت سره سره د غرونو له لمنو څخه راوړل کېږي. دا هغه بوټی دی د هيرويينو او ښیښې په جوړولو کې يې مرسته کړې ده."


د مشرانو جرګې پخوانی غړی هاشم الکوزی بېوزلي او بېکاري د کوکنارو د کښت اصلي عامل بولي او له نړیوالې ټولنې څخه غواړي چې له بزګرانو سره دې مالي او تخنيکي مرستې وکړي.


ښاغلی الکوزی وايي:




، پر ځای يې زعفران يا سبزيجات وکري. تاسې دوی ته سړې خونې او کارخانې جوړې کړئ چې افغانانو ته کار پيدا شي او نور له دې ناروا او بد کښت څخه لاس واخلي."


اروپايي ټولنه داسې مهال د افغانستان د نشه يي موادو د توليد او قاچاقو په اړه اندېښنه ښيي چې، تازه د سيمې ځينې هېوادونه، په تېره بيا ايران ويلي چې، له افغانستان څخه د دوی هېواد ته د نشه يي موادو قاچاق په بې ساري ډول ډېر شوی دی.


د طالبانو حکومت د دې اندېښنو په اړه ازادۍ راډيو ته ويلي، دوی چمتو دي چې د سيمې له هېوادونو سره د نشه يي موادو د قاچاقو د مخنيوي لپاره خبرې او همکاري وکړي.

-----------------------

راپور: مرسلین ارسلا

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus