کام اير هوايي شرکت نوي ډيلي ته الوتنې پيل کړې
تر دې مخکې د طالبانو د حکومت د هوايي چلند د وزارت ویاند امام الدین احمدي ویلي و چې ډېر ژر به نورو هېوادونو ته هم الوتنې پیل کړي.
نوموړي ويلي: "چين ته لومړۍ الوتنه به انشاالله د روانې مياشتې په شلمه نېټه ترسره شي، چې د الوتنې د عادي مهالوېش سره سم به پيل شي او اونیز پروازونه به ترسره کېږي."
له کابل څخه نوي ډیلي ته وروستۍ الوتنه د اګست په ۱۵مه وشوه تر هغه لږ څه مخکې چې د افغانستان له فضا په سوداګریزو بندیز ولګیږي.