Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

افغانستان کې بې دندې شوي خبريالان له اقتصادي ستونزو کړيږي

پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته ډېری خبریالان له اقتصادي ستونزو سره مخ شوي دي.


یو شمېر خبریالان وایي، چې له تېرو لسو میاشتو راهيسې بې دندې شوي او ځینو بیا نورو کارونو ته مخه کړې.


په افغانستان کې د طالبانو تر بیا ځلې واکمنېدو ورسته اقتصادي کړکېچ او د بې کارۍ او د بې وزلۍ پراختیا افغان خبریالان هم ځپلي.


په زابل ولایت کې ازاد خبریال لعل محمد امیري وایي، د امنیتي او اطلاعاتو ته د نه لاسرسي د مشکلاتو تر څنګ تر څنګ اقتصادي ستونزو هم سخت اندېښمن کړی دی.


نوموړی وايي: "په زابل کې خبریالان له ګڼو ستونزو سره مخ دي، په ځانګړې توګه سیمه ییزې رسنۍ چې ډېرې اقتصادي ستونزې لري، زموږ غوښتنې دا دي چې ژر تر زره دې دغو ستونزو ته رسېدنه وشي."


فهیمه زاهد چې د جمهوري حکومت پر مهال د ملي راډیو ټلوېزیون خبریاله وه، دا هم د اکثرو نورو دنده لرونکو ښځو په شان بې کاره شوې ده.


اغلې زاهد وایي لس میاشتې کېږي چې له سختو اقتصادي کړاونو سره مخ ده.


نوموړې وايي: "شاوخوا لس میاشتې کېږي چې بې دندې شوې یم، ان ومو نشو کولای ملي ټلوېزیون ته ولاړ شو او خپلې ستونزې ورته ووایو، ښځې د فعالیت اجازه نه لري، موږ هم په یو دولتي ټلوېزون کې کار کاوه او کله چې طالبان راغلل دندې مو له لاسه ورکړې."




بلخوا له تېرو دوه ورځو راهیسې په خواله رسنیو کې د موسی محمدي چې له تېرو لسو کلونو یې راپه‌دېخوا د افغانستان په بېلابېلو رسنیو کې کار کړی، انځورونه لاس په لاس کېږي چې ښېي پر واټونو ناست او سمبوسې پلوري.


د ښاغلي محمدي د دې عکسونو په لیدو د خواله رسنیو زیاته کاروونکو بېلابېل غبرګونونه ښودلي دي.


خو خپله نوموړي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:




کله چې موږ د کار یا حلال رزق خبره کوو نو باید کار وکړو، انسان د همدې لپاره پیدا شوی چې کار وکړي او حلال رزق ومومي."


ښاغلی محمدي وایي، د رسنیو د مالي ستونزو او خپلو شخصي اقتصادي ستونزو له امله اړ شو چې رسنیز کار پرېږدي.


د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ بنسټ ( نی) مشر ظریف کریمي وایي د طالبانو له واکمنېدو وروسته ۶۰ سلنه خبریالانو خپلې دندې له لاسه ورکړي دي.


ښاغلی ظريف وايي: "له دې وضعیت وتل په لنډ وخت کې ناشونې ده، خو د نړیوالې ټولنې په مرسته کېدای شي چې دندې او کار رامنځته شي او دا ستونزې حل شي خو په پراخ ډول نه."


له دې سره د خبریالانو د ملي کور مسوولین وایي، په ورځ کې له پنځو تر لسو خبریالان دغې ادارې نه په حضوري ډول یا هم د پېغامو په استولو د مالي مرستو غوښتنه کوي.


د تېر رسنیز کال د کب په میاشت کې د رسنیو یو شمېر مسوولینو د طالبانو له حکومت وغوښتل چې د دوی د اقتصادي ستونزو په هواري کې ورسره مرسته او په ځانګړي ډول د دوی مالیات معاف کړي.


د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد هغه مهال ازادي راډیو ته ویلي وه، د دوی حکومت هم اقتصادي ستونزې لري خو د امکان تر بریده به دې ستونزو ته دوی حل لارې ولټوي.


د بې پولې خبریالانو د سازمان او د افغانستان د ازادو ژورنالیستانو د ټولنې د سروې له مخې چې په ۲۰۲۱ کال دیسمبر میاشت کې یې ترسره کړې، له ۵۴۳ رسنیو ۲۳۱ چاپي، تصویري او غږیزې رسنۍ د بېلابېلو ستونزو په ځانګړې توګه د اقتصادي ستونزو له امله بندې شوې دي.


د دې سروې له مخې په افغانستان کې له ۱۰۴۷۹ خبریالانو ۵۹۲۸ خبریالان بې دندو شوي دي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus