Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د اوکراين لويديځ متحدين دغه هېواد ته د نورو وسلو پر ورکولو خبرې کوي

په داسې حال کې چې روسیه د اوکراین په ختیځ سیورودینڅک ښار کې پرمختګ کوي، د اوکراین لویدیځ متحدان پردې خبرې کوي چې اوکراین ته نورې وسلې ورکړي.


سره له دې چې روسي ځواکونه د اوکراین د ختیځ سیورودونیڅک پر ډېرې برخې کنټرول لري خو اوکرایني ځواکونه له درنو تلفاتو سره بیا هم په دې ښار کې مقاومت ته دوام ورکوي.


په عین حال کې لویدیځ هېوادونه غواړي چې کییف ته نورې وسلې او مهمات ولېږي.


روسیې هغو اوکرایني ځواکونو ته چې د سیورودونیڅک ښارپه یوې کیمیاوي فابریکې کې مقاومت ته دوام ورکوي ویلي چې خپلې وسلې پر ځمکه کښېږدي اوژمنه کوي چې په دې فابریکه کې د بند پاتې شویو ملکیانو لپاره به یو خوندي دهلیز یقیني کړي.


خو اوکراین تر اوسه د مسکو دغې غوښتنې ته ځواب نه دی ویلی.




د برېتانیا پوځي استخباراتو نن وویل چې د دغې کیمیاوي فابریکې په تر ځمکې لاندې کلکو امنیتي خونو کې د اوکرایني جنګیالیو ترڅنګ په سلګونو ملکیان پاتې دي.


د برېتانیا پوځ دغه راز ویلي چې داسې نه برېښي چې مسکو دې پر اوکراین د یرغل په لومړیو کې د اوکراین له خوا د داسې سخت مقاومت تمه درلودلې وي.


په عین حال کې د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلنسکي تېره شپه په خپله وینا کې وویل چې اوکراین د توغنديو ضد عصري وسلو ته همدا اوس اړتیا لري او زیاته یې کړه چې متحد هېوادونه د دې وسلو په استولو کې د ځنډ لپاره هېڅ توجیه نه‌لري.


بل خوا د ناټو عمومي منشي ینس ستولتنبرګ ویلي چې لویدیځ هېوادونه باید د روسیې د یرغل پر وړاندې د مقابلې لپاره اوکراین ته درنې وسلې وکړي.




ستولتنبرګ دغه څرګندونې پرون سې شنبې په هاګ ښار کې د ناټو د اوو اروپايي غړیو د مشرانو د غونډې په پای کې خبریالانو ته وکړې او ویې ویل چې اوکراین باید نورې درنې وسلې ترلاسه کړي.


امریکایي چارواکو ویلي چې ټاکل شوې چې د اوکراین د دفاع د ډلې د په لسګونو هېوادونو دفاع وزیران نن په بروکسل کې د ناټو د دفاع وزیرانو د دوه ورځنۍ غونډې په پیل کې اوکراین ته د نورو وسلو په لېږلو خبرې وکړې.


دغو چارواکو ویلي چې د امریکا دفاع وزیر لویډ اسټن به د دغې غونډې چې پکې به نژدې د پنځوسو هېوادونو د دفاع وزیران برخه ولري، مشري کوي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus