Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

امریکا د خپلو پخوانیو افغان همکارانو د ويزو ورکولو بهیر چټکوي

امریکا وایي، د هغو افغانانو لپاره چې په افغانستان کې یې له دوی سره کار کړی، د ویزو د ورکړې بهیر چټکوي.


يو افغان پنځه کاله د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د ژباړن په توګه له امریکایي ځواکونو سره کار کړی.


هغه وایي، سره له دې چې د امریکا د کډوالۍ ځانګړې ويزه يا ايس آى وي کې شامل دی خو لا هم په افغانستان کې پاتې او له ګڼو امنیتي او ټولنیزو ستونزو سره مخامخ دی.


دغه کس چې نه غواړي په راپور کې یې نوم یا هویت خپور شي ازادي راډیو ته وویل: "اوس په افغانستان کې یم، برخلیک مې معلوم نه دی، کار او روزګار نه شته کله چې سیاسي تحولات راغلل هر څه مو صفر شول، زما غوښتنه له دوی( امریکا) دا ده چې دا کار زر تر زره نتیجه ورکړي زما او زما د کورنۍ برخلیک دې معلوم کړي."


نه یوازې دا بلکې د امریکایي ځواکونو یو بل افغان همکار هم خپل نا روښانه برخلیک اندېښمن کړی دی.


دی هم نه غواړي په راپور کې یې هویت خپور شي وايي، امریکا او په ټوله کې ناټو غړو هېوادونو که څه خپل افغان همکاران نه دي هېر کړي خو له افغانستانه د دوی د انتقال پروسه ورو ده چې دوی یې ناهیلي کړي دي.


هغه وویل: "په اندېښنو کې یو، ژوند هم ورو -ورو ګواښوونکي حالت په لور روان دی، دلته وضعیت هغه ډول چې بهر ښکاري هغه شان نه دی، نو په افغانستان کې چې هغو خلکو د دوی لپاره ځان له خطر سره مخ کړی وه باید ورته جدي پام وشي او د انتقال پروسه یې چټکه شي."


دا کس وايي، شپه او ورځ یې په وېره کې تېرېږي.


دا اندېښنې داسې مهال مطرح کېږي، چې تازه د امریکا د کورني امنیت او د بهرنیو چارو وزارتونو په یو ګډ خپور کړي بیان کې خبر ورکړى، چې د افغان همکارانو د ویزو د ورکړې پروسه چټکوي.


په دې بیان کې راغلي:" ډاکتران، ښوونکي، انجینران او نورو افغانانو په ګډون د هغو کسانو چې په زړورتیا او وفادارۍ سره یې په افغانستان کې د متحده‌ایالاتو د ځواکونو ملاتړ کړی دی، د جګړې او یا د ملکي کارکوونکو په توګه د دوی د کار له امله نه باید د بشردوستانه خوندیتوب او د کډوالۍ له نورو ګټو څخه محروم شي."


په بیان کې ټینګار شوی، چې امریکا به هغو کسانو ته هم د کډوالۍ او محافظت ویزې ورکړي چې د طالبانو د ولکې لاندې سیمو کې یې ژوند او له ګڼو فشارونو او ګواښونو سره سره د بشري حقونو او نورو برخو کې له امریکا سره همکاري کړې ده.


خو په دې بیان کې خبرداری ورکړل شوی، چې هغه افغانان د دوی د کډوالۍ په پروسه کې نه شاملېږي کومو چې د طالبانو په دفاع، همکارۍ او هڅونې فعالیتونه ترسره کړي دي او یا یې هم د طالبانو پلوي کړې وي.




امریکا داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې مخکې له دې تر اوسه پورې په کور دننه د دوی یو شمېر پاتې همکاران وخت نا وخت د شدیدو امنیتي ستونزو له امله اندېښنې مطرح کوي او شکایت کوي چې د دوی د انتقال پروسه ځنډنۍ ده.


که څه هم طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي خو وړاندې یې ټینګار کړی، چې د دوی عمومي عفوې پلي کېدو ته ژمن دي، هغه څه چې د بشري حقونو ځینې نړیوال سازمانونه یې د نړیوالې ټولنې تېر ایستل بولي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus