ټاکل شوې د امريکا ولسمشر سبا سعودي عربستان ته سفر وکړي
په دې اړه د عربستان دولتي رسنیو راپورونه ورکړي دي.
ښاغلی بایډن د خلیج د عرب هېوادونو په سرمشریزه کې د ګډون لپاره سبا عربستان ته ځي.
تمه کېږي د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي، د اردن پاچا ملک عبدالله او د عراق صدر اعظم مصطفی الکاظمي هم ګډون وکړي.