Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د بې‌پولې خبریالانو سازمان: تېره میاشت ۱۲ افغان خبریالان نیول شوي

د بې‌پولې خبریالانو سازمان وايي، تېره یوه میاشت کې په ټول افغانستان کې ۱۲ خبریالان نیول شوي او زنداني شوي دي.


په افغانستان کې د طالبانو له‌خوا د خبریالانو د خپل‌سرو نیونو په اړه د بې‌پولي خبریالانو سازمان اندېښنه وښوده.


دغه سازمان خپل یوه راپور کې چې پرون یې خپور کړی لیکلي، وروستۍ یوه میاشت کې د طالبانو له‌خوا ۱۲ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي نیولي شوي او زنداني شوي دي.


دې سازمان د خبریالانو خپل‌سري نیول غندلي او له طالبانو یې غوښتي، چې د خبریالانو د خوندیتوب او د ټولیزو رسنیو قانون ته درناوی وکړي.


خو د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد بیا ازادي راډیو سره خبرو کې د ۱۲ خبریالانو د نیولو ادعا نه مني او وايي، ډېری خبریالان چې نیول شوي قضیې یې جنايي دي.




هغه وویل: "توصیې ورته شوي او څوک نه‌دي مجازات شوي. یو شمېر خبریالان چې نیول شوي قضیې یې له رسنیو پرته جنايي دي او په څو محکمو کې پرې کار روان دی."


دا په داسې حال کې ده، چې تازه په کاپیسا کې د افغانستان د ازادو ژورنالستانو ټولنې یوه اعلامیه کې لیکلي، د دې ټولنې ولایتي مرستیال عبدالحنان محمدي لا درکه دی.


دې ټولنې د ښاغلي محمدي د کورنۍ له قوله لیکلي، هغه پرون له خپل یو ملګري سره د دې ولایت د اولې حصې له سیمې لا درکه شوی دی.


په ورته وخت کې د افغانستان د ژورنالېستانو او رسنيزو بنسټونو فدراسیون د رهبرۍ غړى ګل محمد ګران د خبریالانو نیول د اندېښنې وړ بولي.


هغه وايي: "یوازینۍ لاره دا ده چې حکومت د ټولیزو رسنیو قانون او اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون عملي کړي. د رسنیو سرغړونو ته د رسېدنې کمېسیون جوړ کړي او ټول قضیې چې د رسنیو او خبریالانو اړوند دي دې کمېسیون ته ولېږي او هغوی یې په اړه پرېکړه وکړي."


هاخوا یو شمېر خبریالان وايي، طالبان هیڅکله د رسنیو او د خبریالانو د خوندیتوب په اړه په خپلو ژمنو نه درېږي.


افغان خبریال واجد روحاني وویل: "د طالبانو په واکمنۍ په رسنیو او خبریالانو فشار خپل اوج ته رسېدلی دی. د یوه خبریال په توګه له طالبانو هېڅ هیله نه‌لرم او هېڅ فکر نه کوم چې دا ډله د رسنیو او د خبریالانو د خوندیتوب په اړه په خپلو ژمنو عمل وکړي."


د ټولیزو رسنیو د قانون له مخې چې په ۱۳۹۲ کال کې توشیح شو، هېڅ یو بنسټ اجازه نه‌لري چې د خبریالانو د قضیو په اړه د رسنیو سرغړونو ته د رسېدنې د کمېسیون له څارنې او اجازې پرته هېڅ یو خبریال ونیسي یا یې هم قضیه عدلي او قضايي ارګانونو ته ولېږي.


خو طالبانو بې له دې چې د رسنیو سرغړونو ته د رسېدنې کمېسیون جوړ کړي، د خپلې واکمنۍ له پیل راهیسې خبریالان نیولي او زنداني کړي یې دي.


د بې‌پولي خبریالانو ټولنې د معلوماتو پر بنسټ له تېرې میاشتې راهیسې، خالد قادري، مېرزا حسيني، جمال‌الدین دلدار، خان محمد سیال، بصیر مصمم، اوغ بیګ غفوري، فېروز غفوري، جواد اعتماد، علي اکبر خیرخواه، رومان کریمي او موټر چلوونکی یې او فرزاد هغه کسان دي چې طالبانو نیولي او زنداني کړي دي.


خو له دوی یو شمېر کسان یې بېرته خوشې او ځینې یې لا د طالبانو په بند کې دي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus