Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

څېړنه: راتلونکې لسيزه کې د نړۍ زبرځواک هېوادونه خپلې اټومي وسلې پياوړې کوي

یو مخکښ تحقیقاتي مرکز وايي چې امکان لري په را روانه لسیزه کې د نړۍ لوی قدرتونه خپلې اټومي وسلې پیاوړې کړي او په اړه یې تبلیغات وکړي.


د ستوکهولم د سولې د تحقیقاتو انستیتیوت SIPRI په خپل کلني راپور کې چې نن خپور شو، دا خبره کړې.


د دې مرکز یوه مخکښ څېړونکي ویلي داسې نښې نښاني شته چې د اټومي وسلو د کموالي پېر چې د سړې جګړې له پای ته رسېدو وروسته یې خبره کېدله نوره نو پای ته رسېدلې ده.


د ستوکهولم د سولې د تحقیقاتو انستیتیوت وايي امکان لري په راروانو لسو کلونو کې د متحدو ایالتونو او روسیې په ګډون نهه لوی قدرتونه د اټومي وسلو سروکي زیات او عصري کړي او په اړه یې ډېر تبلیغات وکړي.


دې تحقیقاتي مرکز د ۲۰۲۲ کال په اړه په خپل کلني راپور کې ویلي چې امریکا، روسیه، برتانیا، فرانسه، چین، هند، پاکستان، اسراییل او شمالي کوریا لاهم خپلې اټومي وسلې عصري کوي او که څه هم د ۲۰۲۱ کال له جنوري څخه د ۲۰۲۲ کال تر جنوري پورې د اټومي سروکو په شمېر کې نسبي کموالی راغلی، خو په راروانه لسیزه به د دې هېوادونو د اټومي وسلو زېرمې زیاتې شي.




د راپور له مخې د پروسږن کموالي علت هم تر ډېره دا و، چې دې هېوادونو د تېرو کلونو زاړه سروکي له منځه وړي وو.


د ستوکهولم د سولې د تحقیقاتي انستیتیوت د اټکل له مخې اوس مهال ۳۷۳۲ اټومي سروکي په توغندیو او الوتکو کې ځای پرځای شوي چې له ډلې یې ۲۰۰۰ د تیارسۍ په حالت کې او توغولو ته چمتو دي.


د راپور له مخې تقریبا ټول دا سروکي یا د روسیې یا د متحدو ایالتونو دي.


په راپور کې یادونه شوې چې په ۲۰۲۲ کال کې د امریکا له ټولو ۵۴۲۸ سروکو څخه ۱۷۴۴ او د روسیې له ټولو ۵۹۷۷ سروکو څخه ۱۵۸۸یې یا په توغندیو یا په الوتکو کې ځای پر ځای شوي دي.


د راپور له مخې نور اوه هېوادونه چې اټومي وسلې لري هم د اټومي وسلو د نویو سیسټمونو د تولید یا ځای پر ځای کولو په حال کې دي یا یې په دې برخه کې خپل پلانونه اعلان کړي دي.


 




د ستوکهولم د سولې د تحقیقاتي انستیتیوت راپور همدا راز ویلي دي چې پاکستان ۱۶۵ او هند ۱۶۰ اټومي سروکي لري.


د ستوکهوم د سولې په تحقیقاتي انستیتیوت کې د ګڼې وژنې وسلو د پروګرام مخکښ څېړونکی او د امریکايي ساینسپوهانو د فدراسیون د اټومي معلوماتو د پروژې مشر هانس ام کریستینسن Hans M. Kristensen وايي، داسې نښې نښاني شته چې د اټومي وسلو د کموالي پېر چې د سړې جګړې له پای ته رسېدو وروسته یې خبره کېدله نوره نو پای ته رسېدلې ده.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus