څلور بايسکل چلونکي له هرات ايران ته روان شول
د هرات د بایسکل چلونې دا څلور ورزشکاران به له هرات ولایت څخه د ایران تر مشهد ښاره پر بایسکل ۳۷۰ کیلو متره مزل وکړي.
د هرات د بدنې روزنې امریت وایي، هڅه کوي، چې نورو ګاونډیو هېوادونو ته هم د ورزشي سفرونو ورته زمینه برابره کړي، ترڅو افغان ورزشکاران وکړای شي هېواد ته مثبتې ورزشي تجربې راوړي.