Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د مطبوعاتو نړيوال انسټيټيوټ له طالبانو د نيول شويو خبريالانو د خوشې کېدو غوښتنه کړې

د مطبوعاتو نړيوال انسټيټيوټ يا IPI یوه اعلامیه کې په افغانستان کې د خبریالانو نیول او زنداني کول غندلي او له طالبانو یې غوښتي چې سم‌لاسي نیول شوي خبریالان خوشې کړي.


دې انسټیټیوټ په خپله وېب پاڼه یوه اعلامیه خپره کړې، چې په کې راغلي د ۲۰۲۱ کال له اګست وروسته چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي، پر خبریالانو فشار زیات شوی دی.


اعلامیه کې راغلي، که څه هم طالبانو په پیل کې ژمنه کړې وه چې د رسنیو او بیان ازادۍ ته به ژمن وي، خو اوس‌مهال د قوانینو محدودېدو، د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي زیاتېدو، د دوی نیونې، ډارونې او په خپل‌سرې توګه نیولو، په دې هېواد کې د مطبوعاتو ازادي له ګواښ سره مخ کړې ده.




د مطبوعاتو نړیوال انسټیټیوټ د مې په ۲۴مه په افغانستان کې د ګردیز غږ راډیو خبریال جمال‌الدین دلدار او د صبح کابل ورځپاڼې خبریال علي اکبر خیرخواه نیول کېدو ته اشاره کوي چې په خپل‌سري ډول ونیول شول.


که څه هم اعلامیه زیاتوي، چې علي‌اکبر خیرخواه بېرته خوشې شو، خو لا هم معلومه نه‌ده چې جمال‌الدین دلدار چېرته دی.


د نړیوالو مطبوعاتو انسټیټیوټ په همدې نېټه د افغانستان په لویدیځ کې په هرات ښار د طالبانو د استازو له ‌خوا د خبریال میرزا حسني نیول هم یادوي او وايي، په دایکندي کې د افتاب راډیو مسوول هم وهل شوی، شکنجه شوی او اوس هم د طالبانو په بند کې دی.


په دې اعلامیه کې دا هم لیکل شوي چې طالبانو د مې په ۲۹مه په کابل کې د سلام وطندار راډیو خبریال رومان کریمي د اووه ساعتونو لپاره یوازې په دې پلمه توقیف کړو چې د ښځو له یوه لاریون یې راپور جوړاوه.


د نړیوالو مطبوعاتو انسټیټیوټ له طالبانو غواړي چې شوي خبریالان ژر تر ژره له بنده ازاد، د دوی د نېونې او توقیف علت روښانه او تر خوا یې د دوی پر وړاندې تاوتریخوالی پای ته ورسوي.


خو د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد بیا د دې اعلامیې په غبرګون کې دا ادعا سمه نه بولي وايي، له رسنیو سره د دوی چلند ډېر نورمال شوی دی.


نوموړی وايي: "کوم دوه خبریالان چې نیول شوي، د هغوی د خبریالۍ له امله نه، بلکې دوسیې يې جرمي وې. یو تن یې خوشې شوی او یو بل یې هم کېدای شي خوشې او دوسیې یې رسنیزو کارونو سره اړیکه نه‌ درلوده."




هڅه مو وکړه چې له یادو شویو دوو خبریالانو سره هم اړیکه ونیسوو، خو بریالي نه‌شوو.


خو د افغانستان د ژورنالېستانو او رسنيزو بنسټونو فدراسیون د رهبرۍ غړى ګل محمد ګران مني، چې په افغانستان کې د رسنیو ازادي محدوده شوې.


نوموړی وايي: "که دا وضعیت دوام وکړي د اندېښنې وړ خبره ده. حکومت ته په کار ده چې له ژمنو سره سم، د خلکو د بیان ازادۍ حق ته درناوی وکړي."


له دې وړاندې هم د بې‌پولې خبریالانو ټولنې، د خبریالانو د خوندیتوب نړیوالې کمېټې او د رسنیو او خبریالانو یو شمېر ملاتړو بنسټونو په افغانستان کې د خبریالانو په خپل‌سرې نیونو نیوکه کړې وه او له طالبانو یې غوښتي و چې د بیان او مطبوعاتو ازادۍ ته ژمن پاتې شي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus