Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

یو شمېر روغتياپالانې: د طالبانو بندیزونو زیانمنې کړي يوو

یو شمېر ښځینه ډاکترانې او روغتیایي کارکوونکې وایي، د طالبانو له لوري پر افغان ښځو بېلابېلو بندیزونو دوی هم زیانمنې کړي دي.


د کابل ښار د یو دولتي روغتون ډاکتره نصیره وایي، د طالبانو له لوري پر ښځو او نجونو د بندیزونو لګول دوی هم زیانمنې کړې دي.


ډاکتره نصیره وایي، د دې لپاره چې په ټولنه کې د ښځینه وو ډاکترانو کار ته اړتیا ده، د طالبانو په واکمنېدو سره هم نه ده بې دندې شوې، خو په خبره یې پر عامه او ښاري ټرانسپورټ کې له محارمو پرته د ښځو پر تګ راتګ بندیزونو له ستونزو سره مخ کړې دي.


هغې زياته کړه: "طالبانو دوی ته امر کړی چې په مخکې سیټ کې دې هېڅ ښځه نه کېنوئ، نو اړه شم چې په تمه پاتې شم چې دوه نورې ښځې هم پیدا شي او بیا موټر حرکت وکړي، کله کله خو ساعتونه وخت نیسي، ځکه اوس دندې لرونکې ښځې کمي دي او پر واټونو هم ډېرې نه لیدل کېږي."


اغلې نصیره وايي، د طالبانو تر واکمنۍ لاندې ژوند او له کوره بهره تګ راتګ نه یوازې دوی بلکې د دوی کورنۍ هم اندېښمن کړي دي.


په کابل کې د یو دولتي روغتون ډاکتره فاطمه محمدي بیا د اجباري حجاب موضوع ته په اشارې سره وايي.


هغه وايي:" يوه ورځ مو روغتون ته د امربالمعروف وزارت کسان راغلل او ټولو ښځو ته یې خبرداری ورکړ چې که غواړئ د اسلامي امارت نه تنخوا واخلئ باید له سر تر پښو تور حجاب واغوندئ او ماسکونه واچوئ، نو موږ د دې لپاره د کورنۍ اقتصادي مسوولیت لرو او غواړو همدا دنده ولرو او تنخوا مو راکړي د دوی غوښتنې منو."


د کابل ښار د یو بل روغتون ډاکتره چې د موضوع د حساسیت له امله نه غواړي په راپور کې یې نوم او غږ خپور شي، ازادي راډیو سره یې خبرو کې اندېښنه وښوده، چې د کورنۍ څو نورې ښځینه غړې یې چې د دندو په شرایطو برابرې دي دندې نه لري.


ځکه د دې په خبره، د طالبانو له لوري د دندو اجازه نه ورکول کېږي، او دې کار له اقتصادي ستونزو سره مخ کړي دي.


دا ډاکترانې وایي ، دوی د شپې نوکریو اجازه لري، خو د نارینه همکارانو او ان روغتونونو کې د نارینه استادانو او سر طبیبانو سره د خبرو او یو ځای کار کولو اجازه نه لري.


د طالبانو د عامې روغتیا وزارت ویاند جاوید هژیر د دغو ډاکټرانو د څرګندونو په اړه ازادي راډیو ته وویل: "هڅه کېږي د تېر په پرتله دوی ته خوندي چاپېریال برابر کړو،که څه هم مخکې په اکثرو روغتونونو کې د ښځینه ډاکترانو کاري ساحه جلا وه، او اکثرو په نسایي ولادي څانګو کې کار کاوه، اوس هم د دوی کاري ساحه جلا او هڅه کېږي چې شته ستونزې حل شي."


پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو شاوخوا لس میاشتې تېرېږي، چې په دې موده کې یې یوازې د ښځو په اړه لسګونه فرمانونو، احکام او توصیې خپرې کړي دي.




له شپږم ټولګیو پورته ښوونځیو ته د نجونو د تګ مخنیوی، د اجباري حجاب او مخ پټول،کار او دندو ته یې نه پرېښودل او له محرم پرته په سفر بندیز د دغو فرمانونو مهمه برخه ده چې د افغان ښځو پر وړاندې یې ننګونې زیاتې کړي دي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus