Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

ښځينه خبريالانې: د طالبانو شېبه په شېبه څارنې له کاره زړه تورنې کړي يوو

د تلوېزیونونو پر ښځینه ویاندویانو او د خپرونو په چلونکو د طالبانو له لوري د اجباري حجاب له تطبيق ۱۵ ورځې تېرېږي. 


په افغانستان کې د يو شمېر خصوصي تلوېزیونونو ویاندویانې له ازادي راډیو سره په خبرو کې وايي، د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت دوی د اطلاع رسونې د څرنګوالي په برخه کې څاري.


د يوې خصوصي رسنۍ کارکوونکې په ژړغونې غږ او د خوندي پاتې کېدو په خاطر نه غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي وايي، د طالبانو له لوري وروستي فشارونه او محدویتونه د دې لامل شوي چې له خپل کار زړه تورې شي او نور ورته بس ووايي.


هغه وايي: "له هغې وروسته چې محدویتونه وضع شوي ډېره اندېښنه لرم، دا ډېر د بدمرغۍ ځای دی چې زه داسې وایم خو ډېره ناهیلې یم، له خپل کاره زړه تورنې شوې یم، زه له خلکو، حاکم نظام او له نړېوالې ټولنې غواړم چې د افغان مېرمنو وضیعت ته پام وکړي."


د یو خصوصي تلوېزیون بله ويانده، چې دا هم نه غواړي، نوم یې په راپور کې واخیستل شي وايي، په ورځیني ډول تر څار لاندې وي او په ځینو مواردو کې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت لخوا د دفتر له مسوولینو سره یې اړیکې هم نیول کېږي.


نوموړې له ازادي راډيو سر په خبرو کې وویل، نه غواړي نور خپل کار ته دوام ورکړي.


هغې زياته کړه: "موږ هر شېبه تر کنترول لاندې یو، هر لحظه موږ ته ګوري چې څه کوو، موږ خپل پړونى څه ډول په سروو، خپل مخ مو څه ډول پټ کړی، دا یو روحي او ذهني شکنجه ده موږ ته، زه ورځ تر بلې دې پرېکړې ته نږدې کېږم چې نور خپل کار پرېږدم، زما لپاره دا ډېره سخته پرېکړه ده چې خپل کار پرېږدم."


هڅه وشوه، چې په دې اړه د طالبانو حکومت د امربالعمروف او نهي عن المنکر وزارت نظر هم واخيستل شي خو ځواب ترلاسه نه شو. 




دغه وزارت د جوزا میاشتې په لومړیو کې ښځینه ویاندویانو ته سپارښتنه وکړه، چې د تلوېزیونونو په پرده پټ مخ راښکاره شي.


د طالبانو دغه فرمان په افغانستان کې دننه او بهر ګڼ غبرګونونه له ځان سره درلودل.


تازه د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار د تېرې جمعې په خطبه کې د طالبانو په دې فرمان انتقاد وکړ او وویل، چې طالبان دې ځیني مسایل په خلکو اجباري کوي نه.




سره له دې چې د طالبانو ورستي پرېکړو ته تند غبرګونونو ښودل شوي خو بیا هم د دوی حکومت په خپلې پرېکړې ولاړ او پر افغان ښځو حجاب په اجباري ډول عملي کوي. 

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus