Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

طالبان په نورستان او کونړ کې د لګېدلي اور مهارولو ادعا کوي خو خلک يې ردوي

په داسې حال کې چې د نورستان او کونړ ولایتونو یو شمېر ځایي اوسېدونکي لا هم د دې ولایتونو په ځنګلونو کې د اور لګېدنې د دوام خبره کوي، خو د طالبانو د حکومت طبیعي پېښو ته د رسېدنې وزارت چارواکي ادعا کوي، چې په دې ولایتونو کې یې اور مهار کړی دی.


د نورستان د نورګرام د شامه درې او کونړ ولایت د چپې درې ولسوالۍ د ځنګلونو د اورلګېدنې د ختمېدو په اړه ضد او نقیض خبرې او د لغمان ولایت الیشینګ والسوالۍ ته یې د خپرېدو په اړه اندېښنې!




که څه هم په دغو ولایتونو کې ځایي اوسېدونکي وايي، اور نه دی مړ، خو د طالبانو د حکومت اړوند مرکزي او سیمه ییز چارواکي ډاډ ورکوي، چې دا اور مهار شوی دي.


طبیعي پېښو ته د طالبانو د حکومت د رسېدنې وزارت مرستیال شرف الدین مسلم رسنیو ته په لېږلي تازه غږیز پیغام کې ډاډ ورکړی، چې په دغو دواړو ولایتونو کې په ځنګلونو کې لګېدلی اور اوس مړ شوی دی.


هغه وویل: "لله الحمد اورونه د ولسونو او ځایي مسوولینو په همکارۍ ختم او په بشپړ ډول دفع شوی دی."


خو د نورستان د نورګرام ولسوالۍ اوسېدونکی بشیر احمد احمدي ازادي راډیو ته وویل، چې تر دې دمه د دې ولایت د ځنګلونو اور نه دی مهار شوی.


هغه زیاته کړه: "تر اوسه پورې اور کنټرول شوی نه دی، اور لګېدنه دوام لري، تر دې دمه نورستان ته کومه مرسته نه ده رسېدلې، اوس انګار دی د موسمي بادونو له وجې دا اور په زیاتېدو دی، خلک هڅه کوي چې دا اور مهار او له منځه یې یوسي."


د دې ولسوالۍ یو بل اوسېدونکي عبدالوهاب ازادي راډیو ته وویل، چې اور لګېدنې د خلکو ټولې اقتصادې عایداتي سرچینې له منځه یووړې.


هغه وايي: "همدا ځنګلونه د خلکو لپاره ښه عایداتي منابع وې ځکه جلغوزي او مرخېړي په کې و او خلکو به له همدې درکه خپل د ژوند اقتصاد مخته ووړ، خو اور ټړل له منځه یوړل."


د نورستان ولایت لپاره د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او کلتور مشر سمیع الحق نورستاني بیا ازادي راډیو ته وویل، چې اور ختم نه بلکې یوازې کنټرول شوی دی.


بلخوا په کونړ ولایت کې د چپې درې ځینې اوسېدونکي وایي، که څه هم مخکې د دې ولسوالۍ په ځنګلونو کې اور مهار شوی و خو اوس د بادونو له امله بېرته زیات شوي دي.




د دې ولسوالۍ اوسېدونکي حسین شاه جلالي ازادي راډیو ته وویل: "ځنګلونو اور اخیستی او لا هم دوام لري، یو ځل اور مهار شوی وه خو اوس بېرته د بادونو له وجې زیات شوی."


د نورستان نور ګرام شامه دره ځنګلونو کېله تېرو لسو ورځو او کونړ ولایت چپې درې ځنګلونو کې له تېرو درېیو ورځو راپدېخوا اور بل شوی چې د ځایي چارواکو په خبره تر اوسه په کې شاوخوا ۱۷ سوه جریبه ځمکه او ځنګلونه سوځېدلي دي.


د لغمان ولایت د الیشینګ ولسوالي ځینو اوسېدونکو ازادي راډیو سره خبرو کې اندېښنې ښودلې، که دا اورونه ختم نه کړل شي دغه ولایت ته به هم ورسېږي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus