افغان الاصله برېټانيايي صابر ځاځي ته د برېټانيا د امپراتورۍ دويم عالي مډال ورکړل شو
د بریټانوي رسنیو د راپورونو له مخې ده ته د بریټانیا د ملکې دویمې الیزابت د واکمنۍ د اویایمې کلیزې د څلور ورځني جشن پر مهال د بریټانیا د امپراتورۍ نښان OBE ورکړل شوی.
ښاغلي ځاځي په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي هیله من دی چې ده ته د دې نښان په رسېدو د ګڼو نورو هغو خلکو هڅې هم وستایل شي چې د کډوالو په برخه کې یې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کړي.
د بریټانیا امپراتورۍ د والا مقامه افسرانو OBE مډالونه هغو خلکو ته ورکول کېږي چې د بریټانیا لپاره یې په بېلابېلو ټولنیزو او دولتي سکتورونو کې خدمت کړی وي.
صابر ځاځی چې د ډکتورا تر کچې زده کړې لري دمګړۍ د سکاټلنډ د کډوالو د شورا مشر دی او کلونه یې د افغانانو او نورو کډوالو د حقونو لپاره کار کړی دی.
دی چې په ۱۹۹۹ کال کې له افغانستانه بريټانیا ته په ډېرو سختو شرایطو کې رسېدلی و.