Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

خلک: د برېښنايي تذکرو د وېش پروسه ټکنۍ شوې

یو شمېر عام خلک د برېښنايي تذکرو د ويش په پروسه کې د ځنډ له امله شکایت لري او وايي، د تذکرو اخیستو ته ان میاشتې په تمه وي خو نوبت نه ورسېږي.


محمد اقا دانش د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی او د دغه ولایت دولتي پوهنتون د ژورنالېزم پوهنځي محصل دی وايي، سره له دې چې د ډېریو رسمي چارو لپاره تذکرې ته اړتیا وي خو د برېښنايي تذکرو په پروسه کې د ځنډ او زیات وخت نیولو له امله تر اوسه نه دی توانېدلی چې ترلاسه یې کړي.


نوموړی وايي: "ما نور دومره وخت پیدا نه کړ چې د دې پروسې دا څومره وخت چې نیسې انتظار ورته وکړم، دې بهیر ته باید ډېر وخت انتظار وباسو، تر څو تذکره تر لاسه کړو، اخر مو پرېکړه وکړه چې ټوله کورنۍ یو ځای فورمونه ډک کړو او ټول یو ځای تذکرې واخلو ځکه هر یو ډېر په زحمتېدولو، چې ټولو ته یو ځای نوبت راشي."




د کابل ښار یو اوسېدونکی ذبیح الله هم له ورته ستونزې شکایت کوي او وايي: "موږ د دې نوي ( طالبانو) حکومت کې له تېرو څلور میاشتو راهیسې په انلاین توګه نوم لیکنه کړې خو تر اوسه پورې یې بایومتریک ته هم نه یو غوښتي."


 




د طالبانو د حکومت په مشرۍ د احصایې او معلوماتو ملي ادرې چارواکي که څه هم دغه ستونزه مني خو وایي، د حل لپاره یې هڅې روانې دي.


د دې ادارې ویاند محمد حلیم رافیع ازادي راډیو ته وویل: "په ولایتونو کې د بایومتریک په برخه کې ستونزه رامنځته شوې وه او دا پروسه ځنډنۍ شوې وه،د اوس لپاره دا ستونزه حل شوې، په ۳۴ ولایتونو کې دا بهیر په عادي توګه روان دی،خو د دې لپاره چې د برېښنايي تذکرو غوښتونکي زیات دي دا پروسه یې ځنډنۍ کړې، موږ یې د چټکولو لپاره پلانونه جوړ کړې دي."


مخکې بيا یو شمېر عامو خلکو ادعا کړې وه، چې طالبانو واک ته په رسېدو سره د دې پروسې اکثره کارکوونکي له دندو لرې کړي، خو ښاغلی رافیع دا ادعاوې ردوي وایي، ټول مسلکي کارکوونکي په خپل ځای دي او له سیاسي بدلون وروسته هم کومو کسانو چې دندې پرېښي پر ځای يې دوى نور کسان ګمارلي دي.


که څه هم د اوسنۍ ادارې چارواکو د وېشل شویو برېښنايي تذکرو د شمېر په اړه څه نه دي ویلي، خو وړاندې د جمهوري حکومت پرمهال د احصایې ادارې معلومات ورکړي وو چې په ټول هېواد کې شاوخوا پنځه میلیونه خلکو دا تذکرې تر لاسه کړي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus