Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

لوړپوړی طالب چارواکی: له ښځو د تعلیم اخیستل شوی حق باید ورکړل شي

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزی وايي، له افغان ښځو د تعلیم حق اخیستل شوی، دوی د ټولنې نیمایي برخه ده او باید د دا حق یې ورکړل شي.


د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستنکزی، د حکومتولۍ په بېلابېلو برخو کې د طالبانو د حکومت له خوا شوي کارونه کافي نه بولي وايي، باید لا ډېر کار وشي.


ستانکزي نن په کابل کې د طالبانو د مخکیني مشر ملا اختر محمد منصور د شپږ تلین په مناسبت جوړې شوې غونډې په افغانستان کې د ښځو د حقونو په ځانګړي ډول د دوی د تعلیم په اړه هم خبرې وکړې.


نوموړي وویل، چې په افغانستان کې د ښځو د تعلیم حق نه دی ورکړل شوی.


هغه زیاته کړه: "د ښځو هغه شرعي حقوق چا نه دي ورکړي، د تعلیم حق چا نه دی ورکړی، په افغانستان کې تعلیم شته خو مېرمنو ته څوک حق نه ورکوي، ورکړه حقوق یې، دا ښځې به اسلام چېرته زده کوي خو په مدرسه او مکتب کې به زده کوي او دا د حکومت وظیفه ده، دا چې په یو ځای کې فساد وي د هغه مخه باید ونیول شي خو دا دې معنی نه لري چې د یوې ټولنې نیمه برخه ترې واړول شي، ښځې ته باید هغه حقوق ورکړل شي زموږ خدای او رسول او افغان دود ورکړي."






ستانکزي د ښځو د تعلیم ترڅنګ په حکومت کې په سیاسي، اقتصادي او نظامي چارو هم تندې نیوکې وکړې.


نوموړي وویل، په تېرو اتو میاشتو کې شوی کار کافي نه دی او ولس د زیات کار غوښتنه لري.


هغه دغه شان وویل، چې د روان وضیعت دوام ولس له حکومت لرې او دا د یو نظام لپاره موده رالنډوي.


دا لومړی ځل دی، چې یو طالب چارواکی په داسي صراحت په عمومي غونده کې د حکومت کړنې انتقادوي.


پر افغانستان د طالبانو له بیا ځلي واکمنېدو ورسته پر ښځو یو شمېر محدودیتونه ولګېدل چې دا محدودیتونه په کور دننه او بهر له پراغو غبرګونونو سره مخ شول.


په دې محدودیتونو کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو بندیدل هم شامل دي، چې لا هم تړلي دي.


په ورته وخت کې د طالبانو د حکومت د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر محمد یعقوب مجاهد په همدې غونډه کې د خپلو خبرو پر مهال له نړېوالې ټولنې غوښته وکړه، چې له افغانستان سره یو تعامل ته ورسېږي.


نوموړي وویل، امریکا دې خپلې کړې ژمنې له افغان ولس سره پوره کړي.




هغه وویل: "د سیمې او نړۍ هغه هېوادونو ته چې په افغانستان یې بندیزونه لګولي، د افغانستان لپاره توطیې جوړوي او نه پرېږدي چې دغه هېواد مخکې لاړ شي وایم، راشي میدان ته د افغانستان خلک له ځان څخه مه لرې کوئ، که امریکا ده، اروپا ده او که نور هېوادونه دي دوی باید له افغانستان سره خپل مفکوره چې شل کاله وړاندې یې درلوده بدله کړي."


ښاغلی مجاهد دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ له نهه میاشتو زیاته موده تېرېږي خو تر اوسه یو هېواد هم په رسمیت نه دي پېژندلي.


نړیوال له طالبانو غواړي، چې ټولګډونه حکومت رامنځه، بشري حقونه او په ځانګړي ډول د ښځو حقونو مراعات او له ترهګرو ډلو سره خپل اړیکې پرې کړي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus