Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

امريکا: افغانستان کې داعش وسله واله ډله پياوړي کېدو ته نه پرېږدو

د امریکا د دفاع وزارت خبرداری ورکوي چې په افغانستان کې د داعش له ګواښ خبر دی او له دې هېواده بیرون هم له دې ډلې سره دمبازې وړتیا لري.


پنټاګون خبرداری ورکړی، چې له دغې ډلې سره د مبارزې لپاره لوړ ظرفیت لري او نه پرېږدي چې افغانستان کې بله ډله توانايې پیدا کړي.


د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند جان کربي د سه شنبې په ورځ یوې خبري غونډې ته وویل چې د اګست په ۲۹مه له افغانستانه د امریکايي پوځیانو له وتلو وروسته یې هېواد په افغانستان کې هیڅ ډول برید نه دی ترسره کړی، ځکه چې اړتیا یې نه‌ده احساس شوې.


نوموړي ويلي: "موږ وويل چې د داعش د خراسان څانګې په څېر ډلې به هڅه وکړي چې ځانونه پياوړي کړي، نو موږ هڅه کوو چې ډاډ ترلاسه کړو چې موږ د ترهګرۍ ضد عملياتو لپاره قوي ظرفيت لرو، نو له همدې امله موږ د خپلو شریکانو سره ګډ کار کوو چې دغه وړتیا یقيني کړو، او د دې معنا دا نه ده چې موږ دا وړتیا نه لرو، موږ وضعیت څارو او په دې توګه لاس تر زنې ناست نه یو چې بله ډله وکولای شي خپل ظرفیت لوړ کړي او موږ له هر ځای نه پر دوی باندې د حملې توان لرو."




په راپور کې د دغه وزارت د دفاعي معلوماتو په یوه برخه کې په افغانستان کې د داعش او القاعدې د فعالیتونو په اړه اندېښنې هم په ګوته شوې دي.


د دغې ارزونې پر بنسټ، له افغانستانه د امریکايي پوځیانو په وتلو او د ترهګرۍ ضد عملیاتو په کمېدو سره، داعش په دغه هېواد کې خپل حضور او بریدونه زیات کړي دي.


په راپور کې راغلي چې داعش لا هم په افغانستان کې یو ستر ګواښ دی او د پخوانیو اټکلونو پر بنسټ دا ډله په افغانستان کې دوه زره جنګیالي لري.


راپور وايي، که د داعش خراسان څانګه له اوسني وضعیت ګټه پورته کړي، نو په راتلونکو ۱۲-۸ میاشتو کې به د امریکا په ګډون د لوېدیځ په نښه کولو لپاره د بهرنيو عملیات ترسره کولو توانایې ولري.




دا په داسې حال کې ده چې داعش په دې وروستیو میاشتو کې په افغانستان کې د یو شمېر خونړیو حملو مسوولیت منلی، چې په ترڅ کې یې لسګونه ملکیان وژل شوي او ټپیان شوي، چې ډېری یې شیعه ګان دي.


په راپور کې په افغانستان کې د القاعدې د فعالیتونو په اړه هم اندېښنې په ګوته شوې دي.


د راپور له مخې په افغانستان کې د القاعدې وړتیاوې، چې اوس طالبان په واک کې دي، کمزورې شوې دي، او احتمال شته چې دغه ډله اوس مهال په خپله راتلونکې تګلاره په غور کولو باندې مصروفه وي.


په راپور کې ویل شوي چې ښايي په افغانستان کې د القاعدې شتون کم رنګه ښودل شوی وي ځکه چې طالبان د نړیوالو له لورې د خپل حکومت په رسمیت پېژندلو په لټه کې دی.


طالب ویاند په دې اړه پوښتنو ته ځواب نه دی ویلی، خو په وار وار یې ویلي چې داعش په افغانستان کې له منځه تللی او د سر جېګېدو توان نه لري.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus