Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

امريکا طالبانو ته: که پر خپلو پرېکړو بيا کتنه ونه کړئ له فشارونو سره به مخ شئ

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، که طالبان د نجونو او ښځو په اړه له خپلو پرېکړو په شا نه‌شي، له ډېر فشار سره به مخ شي.


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، د ښځو په اړه د طالبانو تګ‌لاره د بشري حقونو خلاف عمل دی او دا ډول کړنې به له نړیوالې ټولنې سره د طالبانو اړیکې زیانمنې کړي.


متحده‌ ایالات دا خبرداری وروسته تر دې ورکوي چې طالبانو پر افغان نجونو او ښځو د جبري حجاب فرمان صادر کړ.


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس پرون رسنیو سره خبرو کې طالبانو ته د سخت‌دریځې ډلې خطاب وکړ او ویې ویل، داسې مهال چې په افغانستان کې د اقتصادي ناورین د مخنیوي او ټول‌ګډونه حکومت د جوړېدو اړتیا ده، خو طالبانو د دې پر ځای د نجونو او ښځو د ځورولو سیاست ته لومړیتوب ورکړی.


هغه له طالبانو وغوښتل چې د نجونو او ښځو په برخه کې له بشري حقونو ضد پرېکړو، په شا شي.


نوموړي ويلي:"موږ له خپلو متحدینو او شریکانو سره له نږدې سلا مشورې کړي. که چېرې دوی له خپلو دې پرېکړو په شا نه‌شي، داسې لارې شته چې موږ به پر طالبانو د فشار زیاتولو ته دوام ورکړو، څو هغه ژمنې عملي کړي چې تر ټولو مخکې یې له خپلو خلکو سره کړې وې، نه دا چې یوازې نړیوالې ټولنې ته یې یادونه وشي. "




د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند دا هم وویل، چې په ټول افغانستان کې افغانانو د هغه فرمان سره مخالفت څرګند کړی، کومه چې د ټولنې نیمايي برخه له سختو بندیزونو سره مخ کوي.


خو د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد بیا نن د سه‌شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، حجاب د افغانانو کورنۍ موضوع ده او د زور زیاتي په معنا نه ده.


نوموړي وويل:"افغان ښځې خپله حجاب مراعتوي. هغه یو سلنه چې پاتې دي، هغوی ته هم اختیارات ورکړل شوي دي. دوه، درې جزییات لري چې پر هغوی کار وکړي. "




که څه هم د جبري حجاب په اړه د طالبانو فرمان په افغانستان کې دننه او بهر له تُندو غبرګونونو سره مخ شوی، خو دوی د خپلې پرېکړې د عملي کولو لپاره کار پیل کړی.


د طالبانو امرباالمعروف او نهی‌ عن‌المنکر وزارت چې د جبري حجاب د عملي کېدو مسوولیت ورکړل شوی، په خپله ټویټرپاڼه لیکلي:" په کابل کې د ټولو حوزو امرینو او ولایتي مسوولینو ته د حجاب د عملي کېدو په اړه روزنیز سیمنار پیل شوی او نن یې وروستۍ ورځ ده. "


د طالبانو د اجباري حجاب فرمان او تر خوا یې له شپږم ټولګي پورته پر نجونو د زده‌کړو بندیز، د افغانانو او نړیوالو تر منځ تریخ برخلیک ته د نجونو او ښځو د تلو اندېښنه را پورته کوي، هغه چې ښځو د طالبانو په لومړي پلا واکمنۍ کې درلود.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus