د افغانستان محلي رسنیو د بغلان د امنیې قوماندانۍ د جنايي جرمونو په وړاندې د مبارزې مدیر د وژل کېدو راپور ورکړی دی.
د پژواک خبري اژانس او طلوع نیوز په وینا، ناپېژاندو وسلوالو د مولوي نورالدین په نوم د طالبانو دغه چارواکی، تېره شپه د بغلان په تاله و برفک ولسوالۍ کې وژلی دی.
رسنیو د بغلان د والي قاري بختیار معاذ په حواله راپور ورکړی، چې وايي پېښه د شخصي دښمنې له مخې شوې ده.
تر اوسه د دې پېښې مسوولیت چا نه د ی منلی، خو تر دې مخکې د احمد مسعود په مشرۍ د مقاومت ملي جبهې ادعا کړې، د طالبانو غړي یې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې وژلي دي، هغه ادعا چې طالبان یې ردوي.