په ويمبلډن لوبغالي کې د روسيې او بيلاروس پر لوبغاړو بنديز وغندل شو
پرون پریکړه وشوه چې د ویمبلډن په لوبو کې پر اوکراین د روسیې د برید لپاره پر روسیي او بیلاروسیي لوبغاړو بندیز ولګوي.
د ویمبلډن پر دې پریکړه د نړۍ د نارینه او ښځینه تنس لوبغاړو بنسټونو هم اعتراض کړی دی.
ټاکل شوې ده چې د ویمبلډن تنس لوبې د جون په اووه ویشتمه پيل شي او د جولای په لسمه پای ته ورسیږي.