Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

نغمه: طالبان دې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي پرانېزي

افغان مشهوره سندغاړې ښاپیرۍ نغمه له طالبانو غواړي، چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو زده کوونکو پر مخ د ښوونځیو دروازې پرانېزي.


له بېلابېلو کورنیو او نړیوالو بنسټوتو او مطرحو شخصیتونو د غوښتنو په دوام، افغان مشهوره سندغاړې ښاپیرۍ نغمه هم له طالبانو غواړي، چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو زده کوونکو پر مخ د ښوونځیو دروازې پرانېزي. 


اغلې نغمه اندېښنه څرګندوي وايي، که چېرې د ښوونځیو دروازې دغه شان د نجونو پر مخ تړلې پاتې شي، د دې په خبره، په ژور خپګان به اخته شي. 


هغې وویل: "زه د اسلامي امارت له مشرانو هیله کوم، لکه څنګه یې چې د لومړنیو او عالي زد کړو لپاره د نجونو پر مخ دروازې پرانیستي، دغه شان له اووم نه تر دولسمه پورې هم د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې پرانېزي، که دا نه وي نو دا واضح خبره ده چې زمونږ نوی نسل، زمونږ نجونې او ښځې به د سخت دېپریشن ښکار شي."


نغمې ازادي راډیو ته دا هم وویل، چې په اکثرو اسلامي هېوادونو ګرخېدلې، او په دغه هېوادونو کې نجونو او ښځو ته د زده کړو او تعلیم حق ورکړل شوی دی.




افغان مشهوره سندرغاړې ښاپېرۍ نغمه دا خبرې ورسته له هغې کوي، چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو د اته میاشتو په تېرېدو سره له شپږم ټولګي پورته د نجونو زده کوونکو پر مخ د ښوونځیو دروازې تړلې دي.


طالبانو د کب په میاشت کې ژمنه کړې وه، چې د ورې په درېیمه به د نجونو او هلکانو ښوونځي پرانېزي، خو په همدې ورځ ‌یې له شپږم ټولګي پورته نجونې پرې نه‌ښودې چې په ټولګیو کې کتابونو ته کېني.


د تېرې دوشنبې په ورځ د  طالبانو پوهنې وزارت ویاند عزیز احمد ریان ازادي راډیو ته ویلي و، چې د منځنیو ښوونځیو او لیسې دورې د نجونو زده کوونکو د زده کړو د پیلېدو په مساله کې هم پرمختګ راغلی خو جزیات یې شریک نه کړل.


مخکې تر دې یو بل افغان پېژندل شوي، سندغاړي فرهاد دریا ازادي راډیو سره په خبرو کې په طالبانو تور پورې کړی و، چې د نجونو له باسواده کېدو وېره لري، چې ګوندې بیا به له کوره بهر او په ټولنیزو چارو ښکېل شي، خو د طالبانو حکومت د پوهنې وزارت د نوموړي دا خبره رد کړې وه.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus