Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د خوړو پروګرام: افغانستان کې د خوړو د خوندیتوب بحران د ژور کېدو په حال کې دی

د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو اېف پي) په افغانستان کې د خوړو د خوندیتوب د بحران د ژور کېدو خبرداری ورکوي.


ډبلیو اېف پي دا خبره په افغانستان کې د خوراکي مصونیت په اړه د نوې څېړنې د موندنو په یوه راپور کې چې پر خپله وېب‌پاڼه یې خپور کړی، کړې ده.


د دغې څېړنې نتیجه ښیي چې په اوس وخت کې په افغانستان کې ۲۳ ملیونه وګړي سخت د خوړو خوندیتوب نه‌لري او دغه بحران لا د ژور کېدو په حال کې دی.


دغه سروې د روان میلادي کال په فبرورۍ کې ترسره شوې او نتیجه‌یې ښيي چې په افغانستان کې د خوړو او تغذیې وضعیت په دوامداره توګه د خرابېدو په حال کې دی.


د دغې سروې له مخې د افغانستان د وګړو ۹۵ سلنه‌یې کافي خواړه نه‌لري، ځکه د کورنیو د عوایدو کچه او فرصتونه په کمېدو دي.


د هغو کورنیو چې مخکې یې عواید درلودل، څه باندې ۸۵ سلنه‌یې ویلي چې په فبرورۍ میاشت کې یې هېڅ عاید نه‌درلود.


د هغو کسانو چې د ژوندي ساتلو لپاره له سختو لارو کار اخلي، شمېر هم په یوه میاشت کې ۵ سلنه زیات شوی او په سلو کې څه باندې ۷۱ ته رسېدلی.


دغه وضعیت پرهغو کورنیو چې معیوب غړي لري او هم پر هغو کورنیو چې ښځې یې نفقه ګټونکې دي، ډېر اغېز کړی دی.


د دغې سروې له مخې نږدې ټولو هغه کورنیو چې ښځې یې نفقه ګټونکې دي، ویلي دومره خواړه خوري چې ژوندي پاتې شي.


ډبیلو اېف پي اټکل کوي چې په روان ۲۰۲۲ کال کې به د افغانستان د نفوس شااوخوا نیمایي یعنې ۲۲ ملیونه او اته لکه د خوړو له سخت کمښت سره مخامخ وي.


اته ملیونه او اووه لکه به داسې وضعیت ولري چې هغه د قحطۍ د خطر په شرایطو برابر ګڼل کېږي.


روان کال به دغه‌راز ۴ ملیونه او اووه لکه ماشومان، امیندواره او شیدې ورکوونکې مېرمنې د سختې خوارځواکۍ له خطر سره مخ وي.


د خوړو نړیوال پروګرام ویلي په اوس وخت کې د افغانستان ټول ۳۴ ولایتونه له بحران یا په عاجله توګه د خوړو د خوندیتوب له بېړني حالت سره مخامخ دي.


دغه پروګرام وایي، په روان ۲۰۲۲ کال کې یې تر اوسه ۱۴،۱ ملیون وګړو ته خواړه، تغذیه او د ژوند ژغورنې امکانات برابر کړی دي.


یوازې په روانه مارچ میاشت کې اته نیم ملیونه وګړو ته مرستې رسول شوي او دغه پروګرام په پام کې لري چې په روان کال کې ۲۳ ملیونه وګړو ته مرستې ورسوي.


د خوړو نړیوال پروګرام په افغانستان کې د خوړو د بحران په اړه دغه موندنې داسې مهال خپروي چې ټاکل شوې سبا پنجشنبه په افغانستان کې د روان بشري وضعیت په اړه یوه نړیواله غونډه جوړه شي.


دغه غونډه چې ملګري ملتونه، قطر، جرمني او بریتانیا به‌یې په ګډه کوربه‌توب کوي، په‌کې مرسته کوونکي هېوادونه، د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارې او د افغانستان د مدني ټولنې استازي ګډون کوي.


تنظيموونکي یې هیله‌من دي چې په افغانستان کې له اړو کسانو سره د مرستې لپاره به ۴ ميلیارده او ۴۰۰ ملیونه ډالره بسپنه راټوله کړي.


په عین حال کې د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو اېچ او) هم په افغانستان کې د لنډ مهال روغتیایي لومړیتوبونو لپاره یوه غونډه رابللې چې دوحه به‌یې نن هم کوربه وي، په دې غونډه کې د ماشومانو د ساتنې ادارې یونېسف، قطر، افغانستان، مرسته کوونکي او د بشري مرستندویه ټولنو استازو ګډون کړی دی.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus