Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د بخښنې سازمان: نړیواله ټولنه دې د ښځو او نجونو د زده‌کړې حقونه سره کرښه وټاکي

په افغانستان کې د نجونو پر منځنیو او ثانوي زده‌کړو د بندیز د غځېدو په وړاندې د نړیوالو غبرګونونو په ترڅ کې د بخښنې نړیوال سازمان یا امنستي انټرنشنل هم د طالبانو دغه اقدام وغانده او له طالب چارواکو یې وغوښتل چې نور دې د نجونو د زده‌کړې د مخینوي لپاره زړې پلمې نه‌کاروي.


د بخښنې نړیوال سازمان یا امنستي انټرنشنل وایي، د افغان نجونو پر مخ د ښوونځیو له بیا پرانیستلو د طالبانو شاتګ د دوی پر راتلونکې ډېره اغېزه کوي.


امنستي انټرنشنل وایي، یو شمېر نجونو ورته ویلي چې د طالبانو دغه شاتګ د دوی زړونه مات کړي او ډېرې نهیلې شوې دي.


امنستي انټرنشنل په خپله وېب‌پاڼه کې په یوه راپور کې ویلي چې له څه باندې اوو میاشتو وروسته تېره اوونۍ د وري یا حمل په درېیمه د منځنۍ او ثانوي زده‌کړو نجونې بېرته ښوونځیو ته لاړې چې د سهار له مخې بېرته خپلې زده‌کړې پیل کړي، خو طالب چارواکو ورته وویل چې بېرته دې خپلو کورونو ته لاړې شي او تر هغو به نجونې ټولګیو ته پرې نږدي ترڅو د شریعت او افغاني دود او دستور له مخې د ښوونځي یونیفورم نه‌وي جوړ شوی.


د امنستي انټرنشنل د جنوبي اسیا د برخې مشره یمیني میشرا وایي، له زده‌کړو د نجونو منع کول به د افغانستان د ټولنیزې رغونې او اقتصادي ودې پر لرلید خورا ډېر اغېز وکړي.


نوموړې زیاته کړه، دا چې طالبان د شریعت او افغاني دود یادونه کوي، دا د ښځو او نجونو له حقونو څخه د انکار لپاره د دوی زړه پلمه ده.


مېرمن میشرا ټینګار وکړ چې د طالبانو دغه پرېکړه هېڅ ډول توجیه نه‌لري او هغه په ښکاره د زده‌کړې حق تر پښو لاندې کوي او د ملیونونو افغان نجونو راتلونکې تر سیوري لاندې راولي.


طالبانو په خپله پخوانۍ واکمنۍ کې هم د شریعت او افغاني دود دستور څخه په استفادې ښځې او نجونې له کار او زده‌کړو څخه منع کړې وې.


د امنستي انټرنشنل د جنوبي اسیا د برخې مشرې میرمن میشرا له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې له طالب چارواکو سره په خبرو کې دې د ښځو او نجونو د زده‌کړې حقونه د سرې کرښې په توګه وټاکي.


هغې زیاته کړه، طالبان باید نور له ځنډ پرته ټولو د هر عمر لرونکو نجونو ته اجازه ورکړي چې بېرته ښوونځيو ته لاړې شي او نور دې خپله تبعیضي اجنډا مخ ته نه‌وړي او د بدبینۍ پلمې دې نه‌کاروي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus