Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د اوکراین ولسمشر له ناټو دغه هېواد ته د تهاجمي وسلو غوښتنه وکړه

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي د ناټو له غړو وغوښتل چې اوکراین ته تهاجمي وسلې ورکړي.


زلنسکي وویل، باید نور د ناټو غړي ونه‌وايي چې اوکرایني ځواکونه د ناټو په معیار برابر نه‌دي.


د ناټو مشرانو د اوکراین په اړه په خپله فوق‌العاده غونډه کې پرېکړه وکړه چې اوکراین ته به نورې دفاعي وسلې ورکړي.


پر اوکراین د روسیې د یرغل د یوې میاشتې له پوره کېدو سره هم‌مهاله د ناټو د مشرانو په فوق‌العاده غونډه کې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي له خپل هېواد سره د نامحدودو پوځي مرستو غوښتنه وکړه.


زلنسکي چې په بروکسل کې د ناټو سرمشریزې ته د وېډیو کنفرانس له لارې وینا کوله، وویل: "موږ د خپلو خلکو او ښارونو د ژغورلو لپاره نا محدودې پوځي مرستې ته اړتیا لرو، هماغسې چې روسیه زموږ خلاف په نامحدود ډول له وسلو کار اخلي."


د اوکراین ولسمشر د ناټو مشرانو ته په خطاب کې وویل، د روسیې په وړاندې له مقاومته وروسته نور هېڅکله ونه‌وایاست چې د اوکراین پوځ د ناټو په معیار برابر نه‌دی.




ښاغلي زلنسکي د اروپا له مشرانو په دې مننه وکړه چې اوکراین ته‌یې وسلې ورلېږلي، خو په عین حال کې یې د تهاجمي وسلو غوښتنه وکړه، ویې‌ویل: "زموږ سره د روسیې د حملو او د روسیې د اشغال په وړاندې مرسته وکړئ."


د ناټو له له سرمشریزې وروسته د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ وویل چې د تړون ټولو مشرانو د ښاغلي زلنسکي خبرې په غور واورېدې.


ده زیاته کړه: "نن د ناټو مشرانو موافقه وکړه چې د ځان د دفاع له اساسي حق سره د مرستې لپاره د اوکراین نور ملاتړ وکړي، متحدان همداراز په ډېرو پوځي تجهیزاتو اوکراین سمبالوي لکه په ټانک ضد او هوايي مدافع سیستمونو او بې‌پېلوټه الوتکو چې ډېرې اغېزمنې ثابتې شوې دي."


د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ په بلجیم کې وویل، روسیه باید پر اوکراین د یرغل په خاطر لویه بیه پرې کړي.


د ناټو سرمنشي په عین حال کې هیله څرګنده کړه چې د ناټو ۳۰ غړي به د رومانیا، بلغاریا، هنګري او سلواکیا په شمول د ختیځې اروپا په هېوادونو کې د خپل حضور له پیاوړتیا سره موافقه وکړي.


ده همداراز وویل چې د تړون مشرانو د دې پخلی وکړ چې د ناټو دروازې به د واشنګټن د تړون د ۱۰مې مادې پر اساس پرانیستې وي. دا ماده د ناټو پراختیا یو تاریخي بری بولي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus