Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د اسلامي همکاریو سازمان: افغانستان د یو ټول‌ګډونه حکومت په لرلو سره ثبات موندلی شي

د اسلامي همکاریو سازمان وايي، په افغانستان کې د یو ټول‌ګډونه حکومت د رامنځته کېدو په صورت کې ثبات او تلپاتې سولې ته رسېدلی شي.


دغه سازمان د پاکستان په پلازمېنه اسلام‌اباد کې له دوه ورځنۍ ناستې وروسته چې د ۵۷ هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو او استازو په‌کې برخه اخیستې وه او تېره ورځ ناوخته پای ته ورسېده، په یوه اعلامیه کې بېلابېلو اسلامي هېوادونو ته د ورپېښو ستونزو ترڅنګ د افغانستان مسئلې ته هم اشاره کړې ده.


سازمان د غونډې په پای کې یو ۷۰ ماده‌ییز پرېکړه‌لیک خپور کړی چې په‌کې راغلي، په افغانستان کې باید یو ټول‌ګډونه حکومت رامنځته شي.


پرېکړه‌لیک وايي چې په دې هېواد کې ثبات له ټولو ملیتونو د یو ګډ پراخ‌بنسټه حکومت په رامنځته کولو ټينګېدلای شي.


د اسلامي همکاریو سازمان په دغه پرېکړه کې راغلي دي چې په افغانستان کې باید د ښځو او ماشومانو په ګډون د هر قوم او مذهب حقونو ته درناوی وشي.




دا په داسې حال کې ده چې طالبانو پرون په سړو سیمو کې د ښوونځیو په پرایستې سره یو ځل بیا له شپږم ټولګي پورته ښوونځیو ته د نجونو تګ تر امر ثاني پورې بند کړ.


که څه هم طالبان په دې اړه څه نه‌وايي، خو وړاندې يې ویاندویانو ویلي چې حکومت‌يې ټول‌ګډونه دی او په دې هېواد کې د ټولو قومونو او مذهبونو حقونو ته درناوی کېږي او دغه‌شان د شرعیت په چوکاټ کې د ښځو حقونو ته ژمن دي.


د او ای سي یا اسلامي همکاریو د سازمان په پرېکړه‌لیک کې دغه‌شان اندېښنه ښودل شوې چې ترهګر ښايي له دننه او بهر هڅه وکړي چې په افغانستان کې د سولې او ثبات ټینګښت د راوستلو هڅو ته زیان ورسوي.


په پرېکړه‌لیک کې ټینګار شوی چې د افغانستان خاوره باید د ترهګرو ډلو په پتڼځای بدله نه‌شي.


د اسلامي همکاریو سازمان د القاعده شبکې، داعش، د پاکستاني طالبانو د تحریک او ختیځ ترکستان د اسلامي غورځنګ وسله‌والو ډلو نومونه اخیستي دي.




دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ په سوېل ولایت کندهار کې د پاکستاني طالبانو د تحریک یو مهم غړی هم د نامعلومو وسله‌والو په ډزو کې وژل شوی دی.


طالبانو تر دې وړاندې په دې هېواد کې د بهرنیو ترهګرو ډلو موجودیت رد کړی دی.


د اسلامي همکاریو سازمان په پرېکړه‌لیک کې دغه‌شان په افغانستان کې روان بشري ناورین ته هم اشاره شوې او ویل شوي چې افغانستان باید د بشري وضعیت د مخنیوي لپاره خپلو مالي سرچینو ته هر څه ژر لاسرسی ومومي.


دغه سازمان د افغانستان کنګل شوې شتمني د افغانانو قانوني ملکیت بللی دی.


خو مخکې د امریکا ولسمشر په یو اجرايي فرمان کې ویلي و چې د دې پیسو یوه برخه یعنې درې نیم میلیارده ډالره به په امریکا کې د سپټمبر د ۱۱مې نېټې قربانیانو ته ورکړل شي چې د طالبانو د حکومت او عامو افغانانو پراخ غبرګون‌یې له ځانه سره درلود.




په اعلامیه کې د اسلامي همکاریو سازمان د اسلامي پرمختیايي بانګ ترمنځ د افغانستان لپاره د مرستو د یو صندوق د پرانیستلو هرکلی کړی او له اسلامي هېوادونو او نړیوالې ټولنې يې غوښتنه کړې چې د بشري ناورین د مخنیوي په هدف باید له دې صندوق سره مرسته وکړي.


د سازمان په اعلامیه کې نایجریا لومړنی هېواد بلل شوی چې له دې صندوق سره‌يې یو ملیون ډالره مرسته کړې ده.


دې غونډې ته د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي نه‌دی ورغلی، خو په استازولۍ يې د دې وزارت اول سیاسي رئیس اکبر عظیمي او په اسلام‌اباد کې د افغانستان سفارت شارژدافیر محمد شکېب ګډون کړی و.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus