Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

ځینې افغان نجونې زده‌کوونکې: کله چې د طالبانو له پرېکړې خبر شوو پر موږ قیامت شو

له شپږم ټولګیو پورته د نجونو زده‌کوونکو د ښوونځیو د دروازو د تړل پاتې کېدوپه تړاو د طالبانو پرېکړې د نجونو زده‌کوونکو تند غبرګونونه راپارولي دي.


دوی وایي لوست‌یې حق دی او طالبان باید دوی ته د درس ویلو اجازه ورکړي.


هغه نجونې چې اووه میاشتې د خپلو ښوونځیو د دروازه د خلاصون په تمه وې، نن بیا په سرو سترګو ناستې دي چې د ننني جنسیتي تبعیض درد بیانوي.


نن چهارشنبه د طالبانو حکومت یو ځل بیا له شپږم ټولګیو پورته نجونو زده‌کوونکو ښوونځیو ته د تګ مخنیوی وکړ.


هدیه او قدریه دوه هغه خویندې چې د ښوونځیو د خلاصون د ګونګسو په اورېدو یې په دې سختو اقتصادي شرایطو کې د ښوونځي جامې او قرطاسیې اخیستې وې، خو وایي نن هم وژړول شوې.


دا دوه خویندې چې د ۱۲م او ۸م ټولګیو زده‌کوونکې دي، ازادي راډیو ته‌یې وویل: "وروسته له هغه چې ښوونکي وویل چې ښوونځي نه‌دي پیل شوي او نور مه‌راځئ او اوس هم بېرته کور ته لاړې شئ چې وضعیت سم نه‌دی واقعاً نه‌پوهېږو چې څه ووایو زما او د څو نورو ملګرو له سترګو مو اوښکې تویې شوې او هماغه شېبه پر موږ سم قیامت تېر شو."




"د یوې زده‌کوونکې په توګه له طالبانو دا پوښتنه کوم چې علمي او منطقي اصلي دلیل‌یې څه دی چې افغان ښځو ته د زده‌کړو او روزنې اجازه نه‌ورکوي؟"


نجونو زده‌کوونکو نه‌یوازې نن اوښکې تویې کړې، بلکې خپل د زده‌کړو حق غوښتنه‌یې هم وکړه.


د سردار کابلي ښوونځي زده‌کوونکو لومړی دا اقدام وکړ.


د دې ښوونځي یوې زده‌کوونکې ازادي راډيو ته وویل: "د نورو هلکانو په څېر چې په مخ‌یې د ښوونځیو دروازې پرانیستې دي، موږ هم غواړو چې زموږ پر مخ هم د ښوونځي دروازې خلاصې وي. موږ غواړو خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړو او خپلو اهدافو او هیلو ته ورسېږو."


د طالبانو حکومت د سې شنبې د ورځې د اعلامیې خلاف نن د چهارشنبې په ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره د لېسو او متوسطه ښوونځیو ښځینه زده‌کوونکي ښوونځیو ته له تګ منع کړې.


د طالبانو حکومت په خپلې اعلامیه کې ویلي، هر کله چې د ښوونځیو لباس د شریعت، افغاني دود او کلتور سره سم طرح شو، هغه وخت به د "اسلامي امارت" د حکم سره سم ذکر شوي ښوونځي پرانیستل شي.




په افغانستان کې په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو د حکومت له نسکورېدو وروسته، د نجونو زده‌کوونکو لباس سپین ټیکري او تورې جامې وې.


دا په تېرو دوو لسیزو کې لومړی ځل دی چې د دغه ډول جامو په وړاندې غبرګونونه او نیونکې کېږي، او په دې پلمه نجونې د زده‌کړې له فرصته بې‌برخې کېږي.


د يادونې ده چې د طالبانو په بيا واکمنۍ سره د دوى د واکمنۍ د لومړۍ دورې په څېر يو شمېر نجونې زده‌کوونکې په کورونو کې په پټه توګه د علم او پوهې په زده‌کړه بوختې دي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus