Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د طالبانو له‌خوا له شپږم ټولګي پورته نجونو د ښوونځیو د تړلو دوام ته پراخ غبرګونونه

د طالبانو حکومت له‌خوا له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ د ښوونځیو د تړل کېدو د دوام پرېکړه، په کور دننه او له هېواد بهر له سختو غبرګونونو سره مخ او غندل شوې ده. 


د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ دفتر یا یوناما په یوه خپره کړې اعلامیه کې  دا عمل د تأسف وړ بللی.


د یوناما مشرې دیبرا لانیز هم په خپله ټویټرپاڼه لیکلي، د طالبانو له‌خوا د شپږم ټولګي پورته نجونو ته، ښوونځیو ته د نه‌تلو اندېښمنوونکي راپورونه‌یې اورېدلي. مېرمن لاینز د پوښتنې په ډول لیکلي، نه‌پوهېږي چې لامل به‌یې څه وي؟


د افغانستان د نجونو، ښځو او بشري حقونو په برخه کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړې استازې رینا امیري بیا د طالبانو دا کار د هغوی ناکامي بللې.


مېرمن امیري زیاته کړې: "دا پرېکړه نه‌یوازې د طالبانو په ژمنو باور کمزوری کوي، بلکې د خپلو لوڼو د ښې راتلونکې لپاره د کورنیو هیلې له‌منځه وړي."




د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د څانګې مسؤلې هیدر بار بیا ازادي راډیو سره خبرو کې د طالبانو د حکومت دا پرېکړه د نجونو پر وړاندې "بې‌رحمانه" عمل بللی.


دا وايي: "اعلان‌یې کړی و چې ټول ښوونځي به پرانیزي، خو اوس لیدل کېږي چې بله پرېکړه شوې، خو دا له انتظار ډېره لیرې پرېکړه وه. دوی د نوې پالېسۍ او طرحې د جوړولو لپاره اووه میاشتې وخت درلود. دا ډېر بې‌رحمه کار دی. دا به پر نجونو ویجاړوونکی اغېز وکړي."


د افغانستان لپاره د امریکا سفارت شارژدافیر ایان مک‌کري هم په خپله ټویټرپاڼه لیکلي، دا پرېکړه ډېره نهیلې کوونکې او د طالبانو د ډېرو ژمنو او شویو ضمانتونو خلاف ده.


له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو د تړل کېدو پرېکړې ته د ماشومانو دوو ملاتړو بنسټونو «سېف د چلنډرن» او یونېسف هم غبرګونونه ښودلي او ویلي یې دي، د طالبانو رسمي پرېکړې له امله په ټول افغانستان کې د منځنیو ښوونځیو او د لېسې د دورې نجونې وحشت ځپلي. 


د افغانستان پخواني جمهور رئیس حامد کرزي هم پر وضع شوي محدویت اندېښنه ښودلې او په خپله رسمي فېس‌بوک‌پاڼه یې لیکلي: "له ټولو افغانانو هیله ده چې د نجونو د تعلیم لاره پرانیستې وساتي او باید طالبان پرې‌نه ږدي چې د هغو پرديو طرحه تطبیق شي چې د تعلیم نه بې‌برخې، محتاج او ترلاس لاندې افغانستان غواړي."




په مخکېني حکومت کې د ملي مصالحې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله هم د طالبانو دې پرېکړې ته په اشارې لیکلي، په نوي ښوونیز کال کې د نجونو پر مخ د ښوونځیو د دروازو تړل د افغانستان  خلکو د تمې خلاف عمل دی.


هغه له طالبانو غوښتي چې د افغانانو لپاره د زده‌کړې او تحصیل زمینه برابره کړي.  


د طالبانو حکومت پرون ویلي و چې د چهارشنبې په ورځ به ټول ښوونځي پرانیستل شي، خو نن‌یې خپله دا پرېکړه بدله کړه.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus