Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

یو شمېر ګوښه کړل شوي قاضیان: که مو غوښتنو ته ځواب ونه‌ویل شي، له هېواده وځو

یو شمېر هغو قاضیانو چې د طالبانو حکومت له لوري په ډله‌ییزه توګه له دندو شړل شوي، یو ځل بیا د خپلو حقونو د ترلاسه کولو لپاره غږ پورته کړ.


دغه قاضیان چې په پخواني حکومت کې یې دنده لرله وایي، که چېرې د طالبانو حکومت‌یې تر راتلونکې یوې میاشتې غوښتنو ته ځواب ونه‌وایي، په ډله‌ییزه توګه به له هېواده ووځي.


یو شمېر دغو پخوانیو قاضیانو چې د افغانستان له ۳۴ ولایتونو څخه کابل ته راغلي، د یکشنبې په ورځ‌یې په یوه خبري کنفرانس کې د طالبانو له حکومته وغوښتل چې تر راتلونکې یوې میاشتې دې د دوی غوښتنو ته ځواب ووایي.


خپلو دندو ته بېرته ورګرځېدل، د شپږو میاشتو تنخوا ورکړه او یا هم د تقاعد له امتیازه برخه‌منېدل د یادو قاضیانو اصلي غوښتنې دي.


د طالبانو حکومت له لوري د لیرې کړل شویو قاضیانو له ډلې د عرفات قوام په نوم یو تن ازادي راډیو ته وویل، که چېرې د دوی د برخلیک په اړه پړېکړه ونه‌شي، نو اړ به شي چې له هېواده ووځي.


دی زیاتوي: "یوه نېټه مو دوی ته وټاکله چې تر راتلونکې یوې میاشتې دې زموږ غوښتنې وڅېړي او موږ ته دې د قناعت وړ ځواب راکړي، که چېرې په یوه میاشت کې زموږ غوښتنو ته ځواب رانه‌کړل شو، نو ډېری قاضیان مجبوره دي چې هېواد پرېږدي او کډوال شي. دا کار به نه د حاکم نظام په خیر وی، نه د خلکو او نه هم د وطن په خیر."




د طالبانو حکومت د سترې محکمې مسؤلان ادعا کوي چې په مخکېني نظام کې ډېری کسان د شخصي ګټو پر بنسټ او یا هم د بهرنیانو له‌خوا ټاکل کېدل، له همدې امله دوی په پام کې لري چې د لیرې کړل شویو قاضیانو په اړه څېړنې وکړي.


د طالبانو حکومت د سترې محکمې د مطبوعاتو مسؤل عبدالبصیر مشعل ازادي راډیو ته وویل: "په تېرو ۲۰ کلونو کې په اشغالګره اداره کې اکثریت ټاکنې د ګټو له مخې او یا هم د بهرنیانو له‌خوا کېدې، محکمې یوه مقدسه دنده او مقدس مقام دی. اسلامي امارت هڅه کوي چې د ځینو دغو قاضیانو په باب څېړنې وکړي، ترڅو یو ځل بیا د پخوانۍ ادارې په څېر فاسد کسان د سترې محکمې په اداره کې ځای پر ځای نه‌شي. دا څېړنې وخت ته اړتیا لري، اوس هم د سترې محکمې ډېری کارکوونکي د پخوانۍ ادارې کارکوونکي دي."


یاد قاضیان ټینګار کوي چې د طالبانو حکومت دې د ورته مسئلې د موجودیت په صورت کې په فساد ککړ کسان محاکمه کړي.


طالبانو پر افغانستان له بیا واکمنېدو سره د عدلي او قضایي ادارو په ګډون، د پخواني نظام یو شمېر کارکوونکي له دولتي ادارو ګوښه کړل چې د یو شمېر هغو برخلیک تر ننه نه‌دی روښانه شوی.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus