بروکسل کې د کارناوال فستیوال پر لمانځونکو د یوه موټر وربرابرېدو ۴ کسان ووژل
دغه پېښه د پلازمېنې بروکسل د جنوب په ۵۰ کیلومترۍ سترپي-براکني (Strepy-Bracquegnies) ښارګوټي کې نن سهار وشوه.
په دې ځای کې شااوخوا ۱۵۰ کسان په دغه ولسي فستیوال کې د ګډون لپاره سره راغونډ شوي وو.
راپورونه وايي، هغه په دې موټر کې موجود کسان نیول شوي دي.
د دې پېښې انګېزه لا معلومه نهده، خو د رسنیو په راپورونو کې ویل شوي چې دغه موټر د پولیسو تر تعقیب لاندې و، ځکه به د دې پېښې سبب شوی وي.